نوى غزل
زما دې سوال،عذر زارۍ له منځه لاړشي
ستا ارزښت دې د خولګۍ له منځه لاړشي
يادې ټول خلک کامياب شي خپل ارمان کې
يادې نور ټوله نړۍ له منځه لاړشي

زما دې سوال،عذر زارۍ له منځه لاړشي
ستا ارزښت دې د خولګۍ له منځه لاړشي
يادې ټول خلک کامياب شي خپل ارمان کې
يادې نور ټوله نړۍ له منځه لاړشي

نړۍ!رېښتياوايه ،وضعيت دې درته څنګه ښکاري؟
نړۍ!رېښتياوايه چې نور په ختميدو نه ارزې؟
نړۍ!ښکلا،خلک،الفت دې درته څنګه ښکاري؟
نړۍ!له دې ژونده پوره په ورانيدو نه ارزې؟
......
عقل به يې راشي،لږ به زړه کې ورته ځای وبښي
يو ورځ به وي چې لېونۍ به لېونی وبښي
بايد بې سوچه ورته سملاسي زړګی وبښي
څوک چې د چالپاره کاڼي ته تندی وبښي
نړۍ دې ماته نه څه زور او نه ماڼۍ وبښي
ځانته دې ستا ليدو ته ياره لاسرسی وبښي
تامې د مړ ارمان پر مړينې ټول خبر کړل مګر!
دادې ونه ويل چې ځه ارمان دې خدای وبښي

ته نه وې ياره د هيچاپام کې مې ځای ونه شو
پرون ستاچم کې مې په کاڼو هرکلی ونه شو
په دې نړۍ کې چاله خپله بخته ونه ژړل؟
په دې نړۍ کې له کوم چاسره زياتی ونه شو؟
نور به زړګی په هېڅ ارمان پورې ونه تړمه
چې عشق هم مات کړم او په دې کې مې بری ونه شو
راسره مخه ډېر وخت وروسته کبرجنه شوله
بښنه يې وغوښتله،داعجيبه شی ونه شو؟

جانان ما اوس ځانته په دې اړيکه پېژني چې
هغه نړۍ پاللې،زه ټولې نړۍ ځپلی
زه ښار ته نه ځم چې ځانمرګی بريد مې ونه وژني
زما د کلي خوند هم غم د بمبارۍ ځپلی

مورې!په خدای چې زندګۍ نور ستړی کړی يمه
نور مې د سر دعا د خدای دربار ته مه استوه
پرې،چې ژر خلاص له درد،ژړا او اندېښنو نه شمه
دا د محشر دعا دخدای دربار ته مه استوه
مورې چې ته ماڅوک ګڼې،زه هغه څوک نه يمه
...
د خدای له دې لورېينې په ډېرې مننې سره!مافکر کاوه چې نور به د شعر په نامه کومه ماته،ګوډه توره نه کړای شم،خو شکر دی،داسې ونه شول،له وروستيو راهيسې نه پوهېږم ولې د اټکل برعکس کله،کله يو نيم شعر ليکم،د دې لورېينو د غځيدا په هيله دا دی څو نور نوي بيتونه هم ستاسې درنو مخ ته ږدم،خوشاله به شم چې خپلې لارښوونې او نيوکې پرې ولوروئ!
ژوندون،ارمان او ياره اند دې هم هماغسې شي
څنګه چې ته ښکلې يې،ژوند دې هم هماغسې شي
ملالې!ځانته کندهار ګوره د ننګ ځای نه و
توره را واخله چې هلمند دې هم هماغسې شي
زه دې بښم،جانان کوم دې مګر پام کوه چې
هسې نه دا ځلې سوګند دې هم هماغسې شي
څنګ چې دې زما د مينې لاس وجود ته کم راوسته
دا ستاورغوی او مړوند دې هم هماغسې شي

د پښتو غزل بابااو پياوړی ليکوال او اديب(حمزه بابا)
ملګرو!لاندې بيتونه چې لولئ تېر کال مې د ارواښاد استادحمزه بابا د بېلتون د پينځلسم تلين په درشل کې د يوه ليکلي غزل بيتونه دي،دا غزل مې د ننګرهار ادبي بهير په اړونده ياد غونډه کې هم لوستی و خو ځينو نورو شعرونو غوندې راڅخه لادرکه وو،اوس چې د بابا د بېلتون شپاړسمه کليزه پوره شوې،د غزل څو بيتونه راياد شول،نه پوهېږم څومره به هماغسې وي؟په هر حال،د بابا روح ته يې ډالۍ کوم او تاسې درانه يې لوستو ته بولم.
هر مخ ته داسې وې،لکه هېنداره خلک وايي
لږ راشه ته او خدای لږ پر دې لاره ،خلک وايي
د لمر په شانتې روڼ وې،د بل مرستې ته اړ نه وې
بابا درته حمزه له دې معياره خلک وايي
چې ودې ليکل،ودې ليکل،لاړې خو هېر نه يې!
غزلې دې خيبر نه تر ننګرهاره خلک وايي
د چايار نه شوم،د چاغېږه کې مې شپه ونه کړه
ماله دې ژونده ذره هم استفاده ونه کړه
ستا کوم ويل و چې ما واوريده،ما ښه ونه کړه؟
زما کومه هيله وه چې تا يې مخکې نه ونه کړه؟
ما د هر ښکلي مخ پخپل غزل کې وستايه خو!
يوې يې هم د دې غزلو زمزمه ونه کړه
زه د نړۍ د خلکو دې باندې ښه نه راځم چې
مامينه وکړه،مامرګ ونکړ،جګړه ونه کړه
ما جانان مفت غوښت،سوال مې بد ګڼه چې پاتې راغلم
د زړه سودا کې مې هم چاته واسطه ونه کړه

ګلونو لوستونکيو!دابيتونه مې ښايي تاسې لوستي وي،رېښتيا د بلاک په همدې پاڼه کې مې هم خپاره کړي،ورسره خوا کې په رومال وېبپاڼه کې هم خپاره شوي وو،هلته پرې دوو ګلونو يارانو(ښاغلي بختيار ځدران او ګلالي جلال امر خېل)د نظر لورېينې کړې وې،د وېبپاڼو ژر ليدو ته د نه لاسرسي له لاسه زه هم په دې بل چا خبر کړم،بس ...
راکړئ که دې نه دى خدايه رنګ د ګلابونو
ژوندون خو راپه برخه کړه،ترڅنګ د ګلابونو
زمونږ ترمنځ خپګان خداى شته چې بالکل ناروادى
جانانه وايه شوى کله جنګ د ګلابونو؟
شبنم دې پر دې ښار د نه ورښت احتجاج وکړي
د دې ښار پاچا وواژه،ملنګ د ګلابونو
دا چې له زوره لوېږي،دا چې په کراره درومي
زموږ ملګري خو په بېله،بېله لاره درومي
بې ننګه نه يم چې،شړې مې،خوبيا هم درځمه
په اړه ورځ خلک پنجاب ته له ننګرهاره درومي
ملګرو!مه وايئ چې يار دې ولې تانه ويني؟
تاسې او خداى چې په تصوير پسې هېنداره درومي؟
دې ښار کې تاژوند کړى،زه يې په مرګ هم نه پرېږدم
خير که ترې نور د الوتکو له بمباره درومي
وايي په بدومې پېرزو نه يې،خوڅه وکړمه؟
پښتنې پېغلې ته يې مور پېکي کې ګوتې وهي
څوک په اخته يارانې کبر کوي،پاى يې غواړي
څوک په ژړا د يو انځور پېکي کې ګوتې وهي
منم،تضاد رنګونه هم،ښايسته تابلو پنځوي
جانان چې ما ګوري،خپل تور پېکي کې ګوتې وهي
وايي د يار د اسوېلو تودوخه هم داسې ده
رغاند په دې موخه د اور پېکي کې ګوتې وهي
يو څو ساندې:ګرانو په ژړامېنو يارانو!پوهېږئ چې ژړا مې څومره خوښه ده؟هره شېبه ژړا راځي،هره شپه ژاړم او غواړم چې دومره وسه ولرم چې تاسې هم وژړوم او په دې کار مو د دردمنو زړونو درد لږ څه راکم کړم خو خداى شته چې دا حالات دومره ناځوانه شوي چې سړي ته د ژړا اجازه هم کله نه ورکوي،ماته د ګرانو دوستانو يو شمېر ګيلې او ننګونې هم په برېښليکونو را لورېدلي خو زما له دې لارې ټولو ته همدا ځواب دى،همدا ژمنه ده چې بنده تر خپله وسه پړ دى.
رېښتيا خبرې به مې ډېرې شوې وي،ښاغليو برېښليک کوونکو په ژړا کې مې نوې اوښکې غوښتي،زه هم دا امر په ځاى کوم،همدا شېبه راسره يوازې څو بيته د ذهن په کاله کې زېرمه دي،تورتوتان له تاسو قربان...
د ډارونکي خوب،تعبير په شانتې ژوند لرمه
د هر چا بدي شم،د وير په شانتې ژوند لرمه
بخت مې د وخت په دام کې ګېر دى،خپله زما چارواکى
زه د غلام هېواد وزير په شانتې ژوند لرمه
چې سره مخ به شو نو پام به مې يې سترګو ته و
څو که به ځانته يې د سپينې خولې ارمان راتللو
کور دې ودان کور دې ودان چې را تر غاړې وتې
ايله پوره مې شو ارمان چې را تر غاړې وتې

چې مې جانان دتېر په شانتې احترام نه کوي
اوس غريب شوى يم هيڅوک هم په ماپام نه کوي
...

وخت را مات که،رنګ يې واوښت،زړه يې سورى شو
د دې ښار هغه يو روغ هم لېونى شو
.......
نن چېرته لاړشم نن نه يم په کار ددې نړۍ
.......
په سينه کې مې زړګى شته،خوند يې نشته
زندګي پر ما هم خداى را لورولې
مګر څه به يې کړم،خداى شته خوند يې نشته