د الله يار پرکيسه ييزې هڅې څو خبرې

خالدسنګر---د جلالکوټ ادبي خوځښت مرستيال

پښتو لنډه کيسه د يوه نثري ژانر په توګه که څه هم د ځينو ادبپوهانو په نظر په لنډه موده کې ډېره فاصله  شاته  پرېښى او نسبتاًقانع کوونکى پرمختګ يې کړى خو د نورو پښتو نثري ژانرونو په شان دا پرمختګ  هم هغومره نه دى لکه په شعر کې چې ښکاري.

 

                                                                                    ښاغلى سنګر

د پښتو لنډې کيسې پرعمومي وضعې خبرې که له يوې خوا ماته د

استادانو په وس پوره او زمالپاره مشکل کارښکاري،له بلې خوا مې له مشخصې  موضوع سره ډېراړخ نه لګوي.

د نورو پښتنو سيمو په شان په لوى ننګرهارکې چې د ادب زانګو اوپلازمېنه ګڼل شوې،له وروستيو راهيسې يوشمېر ځوانانو يې لنډې کيسې ليکولو  ته مخه کړۍ.

د دوى دا نوې هڅې سره له دې چې له تيوريکي پلوه ستونزې او نېمګړتياوې به لري خو ...

ادامه نوشته

د جلالکوټ ادبي خوځښت د دويمې اونيزې غونډې رپوټ

جلال الدين غريبدوست

جلالکوټ ادبي خوځښت خپله دويمه اونيزه غونډه د روانې تلې مياشتې پردېرشمه د جمعې سهار پر نهو بجو د جلال اباد ښار د ننګرهار لېسې مخې ته د شرق پلازې په دويم پوړ کې وکړه.

وياندي يې زيارصميم کوله،مشريې پياوړى شاعر او ليکوال بازمحمد عابد او مشرمېلمه سميع الله ننګيال و.

د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو تلاوت يې په پيل کې محب الله الله يار وکړ او د تېرې غونډې ګذارش جلال الدين غريب دوست ولوست.

عطامحمد هيله من د ګذارش  په اړه وويل:...

ادامه نوشته