د الله يار پرکيسه ييزې هڅې څو خبرې
خالدسنګر---د جلالکوټ ادبي خوځښت مرستيال
پښتو لنډه کيسه د يوه نثري ژانر په توګه که څه هم د ځينو ادبپوهانو په نظر په لنډه موده کې ډېره فاصله شاته پرېښى او نسبتاًقانع کوونکى پرمختګ يې کړى خو د نورو پښتو نثري ژانرونو په شان دا پرمختګ هم هغومره نه دى لکه په شعر کې چې ښکاري.
ښاغلى سنګر
د پښتو لنډې کيسې پرعمومي وضعې خبرې که له يوې خوا ماته د
استادانو په وس پوره او زمالپاره مشکل کارښکاري،له بلې خوا مې له مشخصې موضوع سره ډېراړخ نه لګوي.
د نورو پښتنو سيمو په شان په لوى ننګرهارکې چې د ادب زانګو اوپلازمېنه ګڼل شوې،له وروستيو راهيسې يوشمېر ځوانانو يې لنډې کيسې ليکولو ته مخه کړۍ.
د دوى دا نوې هڅې سره له دې چې له تيوريکي پلوه ستونزې او نېمګړتياوې به لري خو ...
پرخوځون زماخبرې که په غوښتې ياشعوري توګه نه وي،نو په ناغوښتې او ناشعوري توګه خامخا به له خپلمنځيو ډېرو نېږدې اړيکو اغېزمنې وې،خوبياهم توکل پرڅښتن(ج)!