پياوړى شاعر اوقلموال اجمل اند چې ننګرهاريو فرهنګيانو ونمانځه.

يادون:دا رپوټ مې څومياشتې وړاندې ننګرهارکليد راډيو ته چمتو کړى و.

رغاند

يو شمېر ليکوال او ادبوال  د دې ترڅنګ چې په ننګرهار کې د نادولتي فرهنګي بنسټونو لخوا د ادبي شخصيتونو وروستۍ نمانځنې ستايي،پر اطلاعاتو او کولتور ادارې له دې امله  نيوکې لري چې په دې برخه کې خپل مسوليتونه نه پرځای کوي.

ننګرهار چې پکې د پياوړي قلموال پوهاند عبدالشکور رشاد په ژوندوني نمانځغونډه  د خپلې بڼې  لومړۍ هڅه ګڼل شوې،ترې وروسته ډېرکله دا ولايت د فرهنګي شخصيتونو د نمانځنې ځای پاتې شوی.

د دې نمانځنو وروستۍ هغه په کامې ولسوالۍ کې د هغې سيمې د فرهنګيانو لخوا د شاعر او ژونالېست اجمل اند وياړ غونډه  وه چې د يو شمېر فرهنګيانو له خوراهرکلي سره مخ شوه.

دې ډلې فرهنګيانو کليد راډيو سره خبرو کې که له يوې خوا د داسې نمانځنو جوړول ستايل خو ترڅنګه يې حکومتي ادارې اوځانګړي ډول کولتور وزارت د داسې هڅو په نه کولو ترنيوکو لاندې راوستل.

ځوان شاعر دوست محمد دوست وايي د ژوندو شخصيت نمانځنه پخواافغاني ټولنې چندانې نه کوله خو اوس چې يې ورته زړه ښه کړی،ښه يې کړي اولا ښه به داوي چې پرې يې نه ږدي.

په ننګرهار کې نمانځل شوی وروستی شاعر او ژونالېست اجمل اند له خپلې نمانځنې ورپېښ تاثر دا ښيی چې  د راکمو شوو فرهنګي هڅو کچه به يې ورلوړه کړي.

هغه خپلې نمانځغونډې ته ويناکې وويل چې  دې غونډې يې فرهنګي هڅو ته يو نوی ځواک او قوت وباښه.

د فرهنګي چارو کارپوه استاد حبيب الله رفيع هم د ليکوالو روانې په ژوند نمانځنې خوشالونکی زېری ګڼي او وايي داپه دې مانا ده چې نوره به يوازې ښه خلک تر مرګ وروسته په ژړا نه ياديږي بلکې په ژوندانه به يې هم ښه کار ته په ښه ويلو نمانځنه کېږي.

خو ځوان شاعر جعفرالماس بياپراطلاعاتو کولتور دولتي ادارې نيوکه لري چې په ژوندوني د ليکوالو،شاعرانو او هنروالو نمانځنه يې نه ده کړې او لا نه کول به يې د ده په خبره له خپل مسوليته د دوی تېښته او يوه سرغړونه وي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رېس اورنګ صميم مې وپوښت چې رياست يې ولې د يو شمېر خلکو په اند پخپلو فعاليتونو او له هغې ډلې د ژونديو ليکوالو په نمانځنه کې پاتې راغلی؟هغه د خپلواکو ټولنو لخوا شوې نمانځنې هم په دې دليل چې دولت د داسې نمانځنو اجازه ورکړې،د دولت لاسته راوړنه وګڼله.

اورنګ صميم  د مړو شوو او ژونديو فرهنګيانو نمانځنه تر يوې کچې خپله ترسره کړې دنده ياده کړه خو پرځان نيوکو ته يې هم تر يوه بريده غاړه کېښوه.

په ټوله کې يو شمېر فرهنګي شنونکي په ژوندوني د ليکوالو او فرهنګيالو نمانځنه په دې د اړتياوړ ګڼي چې په خبره يې له بېلا،بېلو غاړو اوسنی افغاني ادب  او کولتور تر يرغليزو ګواښونو لاندې دي او د مخنيوي لپاره يې د کار بوختو خلکو ستاينه به که له يوې خوا د افغاني کولتور او ادب راتلونکی تضمين کړي نو د خپل کولتور او ادب پروړاندې د پرتو ننګونو ختمولو ته به دا ډله خلک لا لېواله کړي.