خوځون او د ژوند کيسه

 پرخوځون زماخبرې که په غوښتې ياشعوري توګه نه وي،نو په ناغوښتې او ناشعوري توګه خامخا به  له خپلمنځيو ډېرو نېږدې اړيکو اغېزمنې وې،خوبياهم توکل پرڅښتن(ج)!

فريدون چې پخوانى حرکت تخلص يې استاد صميم ...

 

 

دا فریدون خوځون دى

 

ادامه نوشته

د یوې چاپه نامه!

http://discoveringprideblog.files.wordpress.com/2008/04/aruba_holding_hands.jpg

ماته مې هغه ژمنه لا هم په یاد ده چې نور دې د بوخت ژوند مزاحمت پخپلو لیکونو نه کوم،ټلیفونی پیغام نه دراستوم،د خیر دی یوه شېبه غوږ کېږده هیله هم نه تکراروم او هم دې تل له نظره لېرې ګرځم،ستا په خبره دا ژمنې او زماله انده دا قربانۍ،سرښندنې،مجبوریتونه اود  برخلیک لوبې مې  ډېره هڅه وکړه چې وپاللم،تر ډېره پکې بریالی هم شوم خو دا چې اوس پرې پښې ږدم اودا لیک درته کښم یوازې همدومره ورسره وایم چې خپه کېږې به نه،د بښنې هیله نه درڅخه کوم،ځکه...

ادامه نوشته

((مونږ چا ته څه ويلي دي؟مونږ ولې په ګوليو ولي؟))

د يوه ټپي زده کوونکي  ماشوم ګيله:

((مونږ چا ته څه ويلي دي؟مونږ ولې په ګوليو ولي؟))

يوه ترخه خاطره

 

د مرغومي ١٧مه وه،دفتر دنده راکړه چې په روداتو کې د زده کوونکو وروستۍ مرګ،ژوبله چې ويل کېدل د بهرنيو ځواکونو چاودنې رامنځته کړې،رپوټ کړم،د  عامې روغتيا روغتون ته ولاړم، ډېر په وينو سره ماشومان مې وليدل چې د رغيدو په هيله پراته ول،له ورتګه مخکې مې ....

ادامه نوشته

وېبپاڼيزې درغلۍ او يوه حل لاره

يوه وېبپاڼه مې کتله،زما څو ليکنې يې چې په نړۍ اونيزه کې خپرې شوې وې، بې له دې چې نوم او سرچينه يې په ګوته کړې وې خپرې کړې وې،ماويل ځه خير کله داسې هم کېږي،بله ورځ مې د يوه چا بلاک کوت،څښتن يې اشناغوندې و،زما په بلاک کې يې پر ځينو ليکنو تبصرې هم ليکلې،مايې هم کله،کله په همدې بلاک کوت چې لورېينه يې  ورادا کړم،چې کتل مې له هماغې پاڼې يې زما يوه ليکنه راکاپي کړې وه...

ادامه نوشته

د رغاند څو بيتونه!

يادونه:لاندينۍ ليکنه پياوړي شاعر او ليکوال ښاغلي بختيار ځدران د خپلې پرېمانۍ لورېينې له مخې زما پر څوماتو،ګوډو بيتونو کړې،چې زه يې ځان د نه وړ ګڼلو ترڅنګ ترې مننه کوم،دا تاسې او دا هم د ځدران صيب ليکنه!

داسې بيتونومې ولوستل چې دې ته يې اړ کړم چې په مينه مينه پرې لا ښه ځان پوه کړم له هغه وخت راهيسې چې دځوان اوهڅاندشاعرارشادرغاندصيب له شعرونو سره مې مخه شوي ،هرچېرې يې چې په کومه ويبپاڼه کې شعر ووينم دوه درې ځله يې ارومرو لولم . درغاند صيب  شعرله ورايه  جوتيږي چې شعر په زور نه دي ليکل شوي بلکې تر څنګ سړي ته داګيله پيدا شي چې...

ادامه نوشته

اورنګ صميم او د كږلېچونو كاروان

يادونه: دا ليکنه مې شاوخوا دوه کاله وړاندې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور د رئيس اورنګ صميم پر کتاب ددې رياست د غونډو په تالار کې د جوړې شوې کره کتنيزې غونډې ته اورولې وه،اوس يې د نه ورکېدا په پار ستاسو مخته ږدم چې له يوې خوا مې د تېرو ادبي هڅو يوه بېلګه ژوندۍ پاتې وي،او له بلې خوا پرې تاسې درانه خپل نظرونه ولوروئ.

"د کږلېچونو کاروان" د اورنګ صميم د شعر ليکنې د هڅو لومړنى ټولګه ده، چې په دې وروستيو کې د زرو ټوکو په شمېر چاپ او د شاعر تر سريزې وروسته د استاد فضل وهلي ناګار، استاد محمد آصف صميم، پوهنيار علاوالدين حسام او محمد زبير خاکسار د سريزو په ملتيا خپره شوې ده، چې په سريزو کې د استاد محمد آصف صميم سريزه د ستاينې او د نورو په ځينو برخو کې د نيوکو ځاى شته؛ خو ....

ادامه نوشته

د ځلاند شاعري د يوې ځغلندې کتنې په درشل کې

 

                           د ځلاند شاعري د يوې ځغلندې کتنې په درشل کې

ډ ېرې خبرې داسې وې چې پرې تر پايه ټينګار ناشونى او ناسم کاروى،شعر هم زما په اند يو له هغو توکو دى چې د پولو ټاکل او پوره تعريف وړاندې کول يې نېمګړې  اود نه کېدو چاره ده
دا خبره مې د طاير ځلاند د شعري ټولګې(خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي)په لوستو را په زړه شوه،ما هم يو وخت دا کارکاوه او شعر مې يوازې د ځاني ځان پېښو لېږد لاره ګڼله خو له هغې را دېخواچې هره ورځ د وژنو،چاودنو،ورانونو او  نورو ناسمو چارو د خبريدو په غم ښکېل شوم  دې فکر مې له ذهنه کډه وکړه او دا مې ومنله چې شعر له پولو يو ازاد  او هر خوا الوتونکې مرغۍ ده .

که خبره لنډه کړم د ځلاند شاعرۍ کې مې له منځپانګيزه پلوه ډېرې داسې....

ادامه نوشته