د یوې چاپه نامه!

ماته مې هغه ژمنه لا هم په یاد ده چې نور دې د بوخت ژوند مزاحمت پخپلو لیکونو نه کوم،ټلیفونی پیغام نه دراستوم،د خیر دی یوه شېبه غوږ کېږده هیله هم نه تکراروم او هم دې تل له نظره لېرې ګرځم،ستا په خبره دا ژمنې او زماله انده دا قربانۍ،سرښندنې،مجبوریتونه اود برخلیک لوبې مې ډېره هڅه وکړه چې وپاللم،تر ډېره پکې بریالی هم شوم خو دا چې اوس پرې پښې ږدم اودا لیک درته کښم یوازې همدومره ورسره وایم چې خپه کېږې به نه،د بښنې هیله نه درڅخه کوم،ځکه زما فطرت خو هم درمعلوم دی چې ستا په شان ټیټه نه وړی،له نه وړی نه موخه دا نه ده چې ځانښودنه به کوم ځکه دا خو مې د فطرت برخه نه ده او که وی هم نو بیاتاته ځانښودنه څه مانا؟دا خو مې یاد دی چې د زړه مجبوریت او ارمانونو مې خوله ډېر دې ته اړه کړې چې ستاپروړاندې مې د غرور په وژلو له تا د مینې نه خو د مینې د غځولو خیر وغواړی،په دې خبره کې به یوه بله یادونه،سپیناوی او که ګواښنه یې بولې هم د ویلو ګڼم چې د ډېر کله پرځای مې د تل کله کلیمه ځکه ونه لیکله چې تربیا،بیاناکامۍ وروسته مې نوره اراده بدله شوه او ستا تر وروستۍ(نه)وروسته هېڅ خپل ضمیر پرې نه ښودم چې بیادروګرځم او له تا نه نه پوره کېدونکې غوښتنې مې تکرار کړم((ته به وایې دا څه وایې،له یوې خوایې راته لیک کښلی او له بلې خوا د نه راګرځېدو ګواښ کوی،خو ګوره اوس هم درګرځېدلی نه یم،درګرځم هم نه او که دروګرځم هم نو څه ګټه او څه پایله؟))له هماغې وروستۍ لیدنې وروسته ماپریکړه دا وکړه چې نورځان په نصیب سپارم ، نورهیڅ کوم ارمان زړه کې ساتل نه غواړم ځکه داسې کېدای نه شی،هم خپل وجدان ته سرټیټی کېږم،هم د نورو ارمانونو د مرګ ګناه راپه غاړه کېږی او هم ترتابیا درتلل څه ګټه نه لری.
رېښتیا،خبریږم چې له شاوخوا خلکو مې د ژوند حال پوښتې او زما په اړه د یو،نېم چاپوښتنه ځوابوې وایې:خدای دې یې مل وی،بدهلک نه و،د نصیب خبره هم وه،هغه هم خطاوې وکړې،ماترې کله لاربېلوله خو…خو ځه خیر اوس چې هرڅنګه دی،ښه دی،سات یې تېر دی،دفتر ته ځی،په کارونو بوخت وی،یوڅوک ترې جوړشوی،او همدا دې هم زماد مینې برکت وګڼې چې لومړی شاعر او اوس خبریال شو.
پوهېږم چې دا خبرې ترما د رارسېدا لپاره کوې،چې پوه شم له ماخبریږې اوهېرکړی دې نه یم.
خو څه ګټه؟!!!اوس به ماته دا خبرې څه راکړی شی؟سکون،کرار،تسل…اوکه درد،ژړا،ماتم،ارمان اوخپګان؟؟؟
خیر،له دې خبرو هم تېریږم،اوس چې مې زړه غواړی لیک مې رابشپړکړم،یوه پوښتنه مې له ځانه پیدا شوې چې ولې مې ستاپه ځانګړې نامه دالیک راپیل کړ؟ځوابونه یې بېلا،بېل راوختل:
-غوښتل مې پوهه دې کړم چې نن مې هم له پرونه اغېزمن اوناکراره دی،تااوس هم یادوم،هم درڅخه خپه یم هم خوشاله،هم یې په خوله ووایم اوکنه،بیادرګرځېدل غواړم سره له دې چې…،هم دې دعاته اړ یم اوهم…
نه پوهېږم په دې بې مینې اوکرکجنه زمانه کې به مې څوک د شاوخوا ارواښادې مینې د ژوند پیغام(دالیک)در رسوی کنه او ته به خبره شې چې ستا…په څه حال دی؟
که ترلاسه دې کړ نو د یوه بېلتون ځپلی او ستا په نظر د یوه سات تېری چا د پیغام په توګه یې مه لوله،د ټولو مخکې یې مه پرانېزه،یوازې کېښنه،هماغه رومال په لاس کې ونیسه،کېدای شی که د کومې اوښکې لورېینه دې راباندې کېده،مخ پرې پاک کړې،بیاچې دې لیک ولوست،یوه دعاراته وکړه،که څه هم پوره کېدل به یې درته ناشونې ښکاری خو یوه دعا راته خامخاوکړه،ماته نه،ځان هم پکې شامله کړه،یوازې همدا ووایه چې:خدایه!پوره مو کړی د خوږ زړو ارمانونه
په دې هیله چې هیله مې خپل ځای ونیسی
ستا؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟