د کاروان صيب پېژندنه

www.baheer.com

درنو لوستوالو!د کاروان صيب دا پېژندنه او د يو شمېر نورو پياوړو شخصيتونو په اړه ليکنې چې په ژړاکې به يې لولئ،دا په پوره ډول نه زمااو نه هم د نورو ګڼل کېداى شي،په دې ماناچې ماپه ننګرهار کليد راډيو کې خپلې ادبي خپرونې رڼې چينې ته د انټرنېټ له بېلا،بېلو پښتو وېبپاڼو معلومات اخېستي،همدا شان ځاني يادښتونه مې ورسره مله کړي او دا ليکنې او پېژندنې ترې جوړې شوي.

زه خواشينى يم چې هغه سرچينې اوس يوه،په يوه رايادې نه دي خو دا ويلاى شم چې د پښتو پوهنغونډ(وېکپېډيا)له معلوماتو په دې ليکنو کې ډېره ګټه اخېستل شوې،د دې ليکنو له خپراوي يوازينۍ موخه دا لرم چې د اړتياپرمهال درانه ادبوال ترې ګټه واخلي،يانې دا ليکنې د خپلو شخصي ليکنو په توګه نه خپروم.

درنښت

ارشادرغاند

پير محمد کاروان د نور محمد زوی او د خوست ولايت د تڼيو د ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي سر ته رسولي. د ښوونځي د درسونو تر څنګ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي.

د سعدي ګلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی چې څه ناڅه يې د نوموړي د شاعرۍ مينه په هماغه ماشومتوب کې پياوړې کړې.

کاروان صيب وايي چې د پښتو د فولکلور او په تېره له افسانو سره يې ډيره مينه درلوده. د ښاپيريانو ...

ادامه نوشته

نظامي ژمن او رېښتينى ليکوال

Img_0847داليکنه په کونړ کې د نظامي د ناول مخکتنې ته ليکل شوې او پکې اورول شوې

اوسنۍ پښتو ليکنه په ټوله او ناول ليکنه په ځانګړې توګه سره له دې چې وېش اودرجه بندي يې زماتر واک پورته ده خو لږ ترلږه د يوه لوستوال په توګه ليکوال يې په دوه برخو وېشل شوي راته ښکاري:

 لومړى هغه چې د دې برخې پوهان او د مسلکي زده کړو لرونکي دي  او دويم هغه چې  د تيوريکي پوهې  له کموالي سره،سره د ځينو اخلاقي دندو د ترسراوي لپاره ناول ليکوال شوي.

 بياهم د يوه لوستوال په توګه که د دې دوو زما په اند ډلګيو ترمنځ د ډېرې او کمې...

ادامه نوشته

زغم او ځانمرګی

پر (ځانمرګي)څه ويل مې دا مانا نه لري چې ګواکې زه کوم کيسه پوه يم او دکيسه ييز ادب له اصولو د محب الله زغم دا ناول ګورم،بلکې دا له دې ناول سره زما يوه مينه ګڼلای شئ،(ځانمرګی) د محب الله زغم د ناول ليکنې لومړۍ هڅه ده،هغه ....

ادامه نوشته

د درد شاعر

نه پوهېږم يو ځل د بهير(ننګرهار ادبي بهير)پر ګذارش ليکنې بوخت والى او که کومه بله خبره د دې لامل شوه چې ډېروپه يوه خوله  پر يو داسې شعر چې په لومړي ځل اوريدو مې زړه کې ځاى شو، په يوه خوله نيوکې پيل کړې وې او ما هېڅ نه وېل؟د شعر شاعر...

ادامه نوشته

سنگر او څو خبرې

زه که د بل چاواى په خپل ځاى به  ثابت پاتې واى

زه د پښتون ګرېوان شوم،ځکه تار په تاريم خدايه!

که ښه شعر د ډېرعمر او زده کړو په مټ  ليکل کېداى نو خدايزده که چامنلاى چې دا د هغه بيت دى،ځکه د االفت کور(لغمان) د الينګار د سنګر کلي استوګن غلام رحيم  کاله کې زېږيدلى خالد سنګر ايله نولس کلن دى او له دې کلن انسانه د داسې او دا شان ډېرو نورو شعرونو پنځيدل عجيبه خبره ده او ځينې خلک به يې ښايي په اسانۍ وهم نه مني خو زه يې منم؛ځکه..... 

ادامه نوشته

د ولی الله منصور پېژندنه

يو اړين يادښت:هغه درانه لوستونکي چې له پښتو پاڼې سره ډېر نېږدې پاتې شوي وي،ښايي د لاندينۍ پېژندنې او همداسې ځينو نورو ورته ليکنو په لوستو فکر وکړي چې دا ليکنې پردۍ دي او ما ولې پخپل بلاک کې خپاره کړي خو!کيسه داسې ده چې نه پوهېږم زما په قلم ليکل شوي ځينې داسې ليکنې څنګه په ځينو پښتو پاڼو کې زما له نوم يادولو پرته خپاره شوي؟په هر حال،زه دا خپلې ځينې خپرې شوې ليکنې په دې موخه خپروم،چې خپلې ليکنې له يرغمل کېدو وژغورم.يوه يادونه بله چې بايد وکړم،د ځينو ځوانو شاعرانو پېژندنې چې په دې بلاک کې لولئ د نړۍ شاعر په نامه د نړۍ اونيزې د هغې ادبي لړۍ اړوند دي چې په دې اونيزه کې خپاره شوي.

د مامور عبيدالله صاحبزاده زوې ولي الله منصور که څه هم  له آره د ننګرهارد ښکلې سيمې دره نور د قلعه شاهي اوسېدونکى دى خو پر ١٣٦٤لمريزکال د کابل بي بي مهرو سيمه کې په لومړي ځل دانړۍ وليده، پر ١٣٦٥کال د ناسازو حالاتو له امله ....

ادامه نوشته

د رحمت الله زيارمل پېژندنه

د ننګرهار ښوونې او روزنې پوهنځي دپښتو څانګې ددرېيم ټولګي زده کړيال رحمت الله زيارمل  پر ١٣٦٦لمريز کال د خوګياڼو د کوز بيار د شاعرانه او سندربولې سيمې د استوګن  ګل محمد د کاله غړى شو،له نورو کيسو يې نه يم خبر ؛خو په خبره يې.....

ادامه نوشته

د فريدون خوځون لنډه پېژندنه

يوه خبره:

درنو لوستوالو!د يو شمېر شاعرانو پېژندنې چې په دې بلاک کې به يې لولئ،د نړۍ اونيزې د ((نړۍ شاعر))برخې ته مې ليکلي،دلته يې د خپلو ليکنو د خوندي والي په موخه بياخپروم،هيله ده نظرونه مو پرې وليکئ.

د نړۍ د دې ګڼې شاعر راته عجېبه ازمېښت رامنځته کړ،د پېژندنې په مالوماتي پاڼه کې يې داسې وليکل:((فريدون خوځون،ولايت:لغمان،ولسوالي:قرغه يي ،کلى:حسين خېل—زده کړې:ننګرهار عالي لېسه،سږکال د فارياب زراعت ته کامياب شوم،نور خو نو ته پوهېږې!اوس د پژواک خبريال يم))

ادامه نوشته