د فريدون خوځون لنډه پېژندنه
د خوځون (نور خو نو ته پوهېږې!)اريان کړى يم چې د يوه څو کلن او هغه هم د بنډاروال ملګري پېژندنه څو کرښو کې څنګه کېداى شي؟خو تو کل پرخداى!خوځون چې لا (حرکت)و او د استاد صميم په سپارښتنه(خوځون)شوى نه و د لېسې د زده کړو پر مهال تقريبا درې کاله پخوا مې ورسره په يوه ادبي غونډه کې پېژندنه وشوه، ده په نصرت او مامياعمر لېسه کې زده کړې کولې،همدې شپو،ورځو کې مو د ځوان کولتوري خوځښت په نوم ادبي هڅې د لېسو له چوکاټه بهرې او پراخې کړې او که له کومې ځاني موخې پرته ووايو نو د دې نوم ځلونه هم تر ډېره موږ دوو وکړه او له هغې چې مو بيا دا نوم هېر کړ نو دا نوم ....،خوځون دې هڅو سره خوا کې د ګلاب په نوم يوې لومړۍ جريدې او بيا مجلې سره هم ډېرې منډې وکړې او هماغه د خوځښت په شان دې کې هم خوځون د څوومې څوکۍ(خبريال)څښتن و خو نورې ټولې هڅې او فعاليتونه يې د لومړۍ څوکۍ(چلوونکي)په توګه وې،بيا يې ختېز کې د افغانستان د ځوانانو ټولنې مرستيالي او فرهنګي څانګه او د (ودې)په نوم د سيمې د اصنافو شورا د خپرونې مسول مديريت هم د څه وخت لپاره وکړ،په ننګرهار ملي راډيو تلوېزون کې يې هم څه موده دنده ترسره کړه او د اوسنۍ دندې خو به يې پوه شوي ياستئ!رېښتيا پښتو ژباړې ته د ځانګړې لومړۍ خپرونې (چينې)کتونکى هم دى،(نړۍ)سره هم خپله وسه کوي وروستى شعر مې يې څه موده وړاندې په يوه وېبپاڼه کې ولوست ،د پخوا په شان د مينې،مستۍ او ځوانۍ د هغو پخوانيو انځورونو پر ځاى پکې د هر افغان د لرلې اوسنۍ ستونزې(ډوډۍ)غم انځور شوى و،دا سې ښکاري چې د نورو په کار اخته خلکو په شان يې شعر ته ډېر نه وزګارېږي،ټوله ورځ د مرګ،ژوبلې او نورو راتپل شوو چارو خبرونه چمتو کوي،ورسره خوا کې لنډې کيسې او ادبي ټوټې ليکي،د يوه ناول ژباړه يې هم تقريبا پاى ته رسولې، لاېق زاده لاېق يې د خوښې وړ شاعر دى ،د اوس لپاره همدومره.د لابريو په هيله يې درته يو بېلګېز شعر وړاندې کوم په دې پار چې د ذوق زړونو ته مو لاره وکړي.
په دې حالاتو کې دي ګران څومره ګټل د ډوډۍ
د لاس تڼاکو باندې بس حلالول د ډوډۍ
له پښتون شان سره مې دى دا يو عادت ملګرى
په دښمنۍ کې هم دښمن ته ورکول د ډوډۍ
د نازولي پلار جنازه يې ده په مخ کې اېښې
ماشومان نه شي کړاى له ستونې تېرول د ډوډۍ
بچيان ترې تاو دي بوډۍ ناسته ده،کټو خالي ده
له لوږې ژاړي او ارمان يې دى خوړل د ډوډۍ