د ناټو ټولنې د سرمنشي نوې خبرې...

درنو ملګرو!پوهېږم چې يابه مو د سياست نوم چنداني نه خوښيږي او که خوښيږي مو نو په دې بلاک کې به يې ونډه ښه نه ګنئ،خو باور وکړئ لاندينۍ ژباړه چې مانړيوال وېبپاڼې ته کړې او سياسي رنګ لري،يوازې دې لپاره خپروم چې ګڼو نورو هڅو غوندې مې رانه ورکه نه شي،هيله ده خوابدي رانه نه شئ،رېښتيابه وايم زه له دې بلاکه د يوه زېرمتون په توګه د کاراخېستو نيت هم لرم.

Anders Fogh Rasmussen - World Economic Forum Annual Meeting Davos 2008.jpgد ناټو ټولنې سرمنشي اندريس فوګ راسموسن سره ځانګړې مرکه

د نړيوال وېبپاڼې يادښت:لاندينۍ مرکه چې لولئ،دراسموسن د هغې مرکې ژباړه ده چې تازه په تازه گلف نيوز نومې رسنۍ ورسره کړې،نړيوال وېبپاڼه يې دارزښت له مخې خپلو درنو لوستوالو ته ژباړه وړاندې کوي.

د دې لړۍ د غځيدا او په اړه يې ستاسې درنو د مرستې په هيله !

ارشادرغاند

گلف نيوز: د ستنبول   ( ICI ) سازمان هڅې د رامنځته کېدو له شپږ کلنۍ سره څه يې څنګه ارزوئ؟

راسموسن: فکر کوم چې د دې سازمان د رامنخته کېدو نوښت يو غوره کار و،خکه موږ د ناټو او ملګرو ترمنځ يې ښې اړيکې ګورو،زه پرې خوشاله يم،دا هيله مې هم ورته شته چې دا اړيکې به لاښې شي،دا اړيکې کولای شي د ترهګرۍ او اټومي وسلو پرضد نړيوالې هڅې پياوړې کړي،همدا شان د انرژۍ او امنيت برخه کې ګټې به ولري،  ترکومه ځايه چې بيا د سياسي اړيکو خبره ده نو موږ په دې برخه کې هم لاسته راوړنې لرو،چې يوه بېلګه به يې ډېر ژر د ناټو د اته ويشتو هېوادونو په نوښت په لنډ راتلونکي کې د يوه غټ داسې کنفرانس رابلل وي،چې دا مسايل پکې څېړل کېږي.

گلف نيوز: د همدې سازمان په اړه که عربستان او عمان ته پربلنې يانه بلنې څه ووايئ؟

راسموسن:موږ له هغو څخه په دوه زره څلورم زېږديز کال کې له دې سره سازمان سره د يو ځای کېدو هيله کړې وه،اوس يې هم ترې کوو او ورسره وايو چې يو ځای والی به يې دې سازمان ته مو پياوړتيا په برخه کړي،خو دا چې څه بايد وشي،پريکړه د هغو لاس کې ده،زموږ دروازې ورته خلاصې دي.

گلف نيوز:  ناټو په عراق کې څه ونډه لري؟

راسموسن: زموږ ونډه روزونکې ده،موږ دعراقي دولت په غوښتنه د هغوی ځواکونه روزو،اصلي موخه مو د عراقي ځواکونو روزنه ده،غواړو له دې لارې عراق پياوړی او هوسا کړو،بياهم وايم چې د جګړې موخه نه لرو،يوازې عراق سره مرستې ته کار کوو.

گلف نيوز: يانې په عراق کې هېڅ پوځي ونډه نه لرئ؟

راسموسن: نه،په روزنيزه برخه کې يې لرو،ځکه عراقيان ورته اړتيا لري،موږ دامنيت لپاره ورغلي يو،امنيت د هغوی د ځواکونو په روزلو سره راتلای شي،ناټو ټولنه چمتو ده چې په دې موخه عراقي پوځيان وروزي .

گلف نيوز:تاسې د فلسطين او اسراييلو په خبرو کې د ناټو ونډه اټکلوئ؟

راسموسن:ناټو د منخني ختيز په سوله ييز بهير کې لاسوهنه نه کوي او په دې بهير کې به ونډه هم ونه لري،د فلسطين او اسراييلو موضوع هغه څه نه ده چې د ناټو په کار کې شامل وي،ټول دا مني چې دا هېوادونه سولې ته اړدي خو زه اوسمهال اټکل نه شم کولای چې ناټو دې د دې خبرو او روغې،جوړې د هڅو منځګړتوب وکړي.

موږ پوهېږو چې دې برخې ته د امريکا متحده ايالاتو ډېر پام شته او دا هڅې به يې ګټورې هم تمامې شي.

گلف نيوز:تاسې اسلامي نړۍ ته کوم پيغام لرئ؟

 راسموسن:ما ....

ادامه نوشته

زه او امينزی صيب!

  همت الله امينزی،د شرنګ وېبپاڼې چلوونکی

Saturday, 30 January 2010

درنو!لاندينۍ کرښې چې لولئ له ماڅخه د خواږه ملګري او هڅاند ليکوال او شاعر همت الله امينزي د هغو پوښتنو ځوابونه دي چې خپلې ښايسته وېبباڼې(شرنګ)ته يې راڅخه کړې وې،بيايې په همدې پاڼه کې خپرې هم کړې،چې زه يې له شرنګه په مننې سره دلته هم خپروم.

د امينزي صيب يادښت:په لټون كې ملوملګرو، ارشادرغاندځوان،كم عمره،هڅانداوخوږ ژبى شاعردى چې دشعراوادب په غولي روڼ برېښېدلى،په همېشه بهارننګرهاركې اوسي، له ښاغلي سره دزړه خوالې لپاره ددې مركې دلوستلو بلنه دركوم.

ما ته هم خداى شته ځان د دې نړۍ قاتل ښکاريږي

ما هم ملګرو د انسان د مرګ خبر خپور کړى

رغاند

شرنګ :  سلامونه اونېكېرغاندصيب ؟

رغاند: عليکم السلام امين زى صيب،زماسلامونه اومينه هم درواخلئ!

شرنګ :  كه له شرنګ سره پېژندګلوي وكړۍ ؟

رغاند:دپېژندګلوۍ به څه درته ووايم،باور وکړه لا خپله هم ځان په پوره مانا نه پېژنم،بيا هم که له پوښتنې موخه دځان په اړه څه ويل وي نو نوم مې ارشاد او تخلص ورسره رغاند ليکم،شاوخوا داسې نولس کاله وړاندې مې په جلال اباد کې په لومړي ځل د دې نړۍ مخ ليدلى،له آره د ننګرهار د سره ردو يم،اوس هم ننګرهار کې اوسم،کليد راډيو سره دنده لرم،د نړۍ اونيزې د کتنپلاوي مشر او د ننګرهار ادبي بهير د مشر تابه پلاوي غړى يم.

شرنګ :  كېدى شي دخپلو زده كړو په هلكه مالومات راكړۍ ؟

رغاند:له زده کړو که موخه ټوليزې هغه وي نو ژوند،حالاتو او مجبوريتونو بلا ډېر څه را زده کړي،خو که ...

ادامه نوشته

له ښاغلي مصطفى سالک سره مرکه

                                      

ګرانو لوستونکيو!مينه او درنښت!

پس له څه ځنډ وروسته بريالى شوم چې د ننګرهار کليد راډيو د رڼې چينې خپرونې لپاره له پياوړي شاعر،ليکوال،خبريال ښاغلي مصطفى سالک سره د کړې ادبي مرکې ليکنۍ بڼه چمتو او ستاسې چوپړ ته وړاندې کړم،په دې هيله چې درته په زړه پورې او ګټوره تمامه شي،دا تاسې او دا هم له سالک صيپ سره يوه شېبه ټلېفوني بڼډار:

سالک

رغاند:ښاغلى مصطفى سالک له غږ او نامه سره خو مو ډېرى هېوادوال اشنا دي خو بيا هم په که په لنډه توګه د ځان په اړه څه ووايئ؟

سالک:زه به څه ځان معرفي کړم تاسې وويلې چې دومره خلک مې پېژني  ....

ادامه نوشته

...چې يو ملګرى رانه خفه شي ژړا راځي...

درنو لوستوالو!مننه له دې چې زما دې ژړا خونې ته په راتلو مو خپله مينه رازباته کړه،دا دى زه هم هڅه کوم چې بلاک ته په راتلو مو پښېمانه نه کړم،په دې لړ کې مې دا دى دا ځل بيا يوه خواږه او ښه قلموال ملګري هجرت الله اختيار سره د ياهو مسېنجر په مټ د زړه خواله درته کړې،هيله ده خوښه مو شي،يادونه کوم چې په دې اړه راڅخه خپل نظرونه ،نيوکې او وړانديزونه مه درېغوئ.

دا هم تاسې او دا هم  د اختيار ګل ګلالى بنډار:

رغاند:اختيار صيب!وايي ځان پېژندنه تر خداى پېژندنې هم ډېره اړينه ده،تاسې تر کومه حده ځان پېژنئ ؟که داسې له مخې يې په لنډ ډو ل ځان د ژړا لوستونکو ته هم وروپېژنئ ښه به وي.

اختيار: وروركه! كه رښتيا درته ووايم، والله که  خپل ځان هم سم پېژنم....

 

ادامه نوشته

په دې هېواد كې مرګ اودرد اوس خلكو ته يوه عادي خبره ښكاري

يادون:حميدالله محمد شاه يو له هغو افغان قلموالو او خبريالانو څخه دى چې زما په ګډون يې ځينې خلک کېدونکې چارې د ستاينې او نمانځنې وړ ګڼي،دى په کابل کې د الجزيرې نړيوالې شبکې سره خبريال دى،ورسره خوا کې د روهي وېبپاڼې د ګوتو په شمارو تر ټولو فعالو چلوونکيو له ډلې دى،رسنيز فعاليت يې راته په دې د پام وړ ښکاري چې څو ځل د څو افغان ځورونکو ډلو(وسله والو طالبانو،افغان دولت...)تر ګواښونو او شکنجو لاندې راغلى،لنډه موده وړاندې سره يوه ورځ په نړۍ جال(انټرنېټ)کې مخامخ وو،لږه د زړه خواله مې ورسره کړې،هيله ده خوښه موشي.

ادامه نوشته

د ننګرهار د ښځو چارو رئيسې شيلا بابري سره مرکه

 

يادښت:درنو لوستوالو!دا مرکه مې له انورالحق يرغل سره په ګډه د نړۍ اونيزې  د پيل په لومړيو کې د ننګرهار د ښځو چارو له رېسې آغلې شيلابابري سره کړې،سرله له دې چې د مرکې منځپانګه ښايي د يوڅه دوديزوالي له امله درته دومره په زړه پورې نه وي،خو بڼه يې فکر کوم چې يوڅه خوند درکوي،هغه په دې چې د سرچينې خبرې مو پکې کټ،مټ خپرې کړي.نور مو سرنه خوږوم دا تاسې او دا هم لاندينۍ مرکه.

 مرکچيان:ارشادرغاند او يرغل
رغاند : ريسه صيب!که ځان د نړۍاونيزې لوستونکو ته راو پېژنې، خوښ به شو.
بابري :  بسم الله الرحمن الرحيم، پوهنيار شيلا بابري د ننګرهار د ښځو چارو ريسه.
يرغل : ريسه صيب! د دې رياست پر دندو  او فعاليتونو لنډه رڼا واچوئ چې په دې څو کلنه دوره کې مو څه لاسته راوړنې لرلي او څومره پلانونه تر لاس لاندې لرئ؟

بابري : کله چې د کرزي صيب پاچايي اعلان شوه،له دې کبله چې ښځې د طالبانو په وخت کې ځورېدلې او کړيدلې وې، نو د ښځو د حقوقو د اعادې لپاره د ښځو چارو وزارت په نوم يو وزارت جوړشو او د هغې نمايندګي چې دلته د ښځو چارو رياست دى تقريبا اووه کاله کيږي چې دلته فعاليت کوي او دا درې نيم کاله کيږي چې زه دلته د ښځو چارو ريسه يم. له ما نه مخکې محترمه فهيمه جانه مجددي دلته ريسه وه.
ستاسو د سوال دوهمه برخه: دښځو چارو رياست د ښځو لپاره د پالېسۍ جوړولو،حمايه کولو او هغه مشکلات چې د ښځو پر مخ پراته دي د حلولو لپاره يې د وزارت له پالېسۍ جوړولو سره مرسته کوي او د دې پالېسۍ پوسيله به د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې په کراره،کراره حل شي. دښځو چارو رياست پخپل چوکاټ کې شل کسه مامورين لري چې په دې کې شپاړس مامورين رسمي او څلور تنه اجيران (پياده ګان)دي، همدارنګه شپږ مديريتونه لري چې يو يې د اقتصاد، حقوق، تعليمي، تحصيلي، دنشراتو او تبليغاتو، دجندر او روزنې او اداري مديريتونه شامل دي.

ادامه نوشته