درنو ملګرو!پوهېږم چې يابه مو د سياست نوم چنداني نه خوښيږي او که خوښيږي مو نو په دې بلاک کې به يې ونډه ښه نه ګنئ،خو باور وکړئ لاندينۍ ژباړه چې مانړيوال وېبپاڼې ته کړې او سياسي رنګ لري،يوازې دې لپاره خپروم چې ګڼو نورو هڅو غوندې مې رانه ورکه نه شي،هيله ده خوابدي رانه نه شئ،رېښتيابه وايم زه له دې بلاکه د يوه زېرمتون په توګه د کاراخېستو نيت هم لرم.

Anders Fogh Rasmussen - World Economic Forum Annual Meeting Davos 2008.jpgد ناټو ټولنې سرمنشي اندريس فوګ راسموسن سره ځانګړې مرکه

د نړيوال وېبپاڼې يادښت:لاندينۍ مرکه چې لولئ،دراسموسن د هغې مرکې ژباړه ده چې تازه په تازه گلف نيوز نومې رسنۍ ورسره کړې،نړيوال وېبپاڼه يې دارزښت له مخې خپلو درنو لوستوالو ته ژباړه وړاندې کوي.

د دې لړۍ د غځيدا او په اړه يې ستاسې درنو د مرستې په هيله !

ارشادرغاند

گلف نيوز: د ستنبول   ( ICI ) سازمان هڅې د رامنځته کېدو له شپږ کلنۍ سره څه يې څنګه ارزوئ؟

راسموسن: فکر کوم چې د دې سازمان د رامنخته کېدو نوښت يو غوره کار و،خکه موږ د ناټو او ملګرو ترمنځ يې ښې اړيکې ګورو،زه پرې خوشاله يم،دا هيله مې هم ورته شته چې دا اړيکې به لاښې شي،دا اړيکې کولای شي د ترهګرۍ او اټومي وسلو پرضد نړيوالې هڅې پياوړې کړي،همدا شان د انرژۍ او امنيت برخه کې ګټې به ولري،  ترکومه ځايه چې بيا د سياسي اړيکو خبره ده نو موږ په دې برخه کې هم لاسته راوړنې لرو،چې يوه بېلګه به يې ډېر ژر د ناټو د اته ويشتو هېوادونو په نوښت په لنډ راتلونکي کې د يوه غټ داسې کنفرانس رابلل وي،چې دا مسايل پکې څېړل کېږي.

گلف نيوز: د همدې سازمان په اړه که عربستان او عمان ته پربلنې يانه بلنې څه ووايئ؟

راسموسن:موږ له هغو څخه په دوه زره څلورم زېږديز کال کې له دې سره سازمان سره د يو ځای کېدو هيله کړې وه،اوس يې هم ترې کوو او ورسره وايو چې يو ځای والی به يې دې سازمان ته مو پياوړتيا په برخه کړي،خو دا چې څه بايد وشي،پريکړه د هغو لاس کې ده،زموږ دروازې ورته خلاصې دي.

گلف نيوز:  ناټو په عراق کې څه ونډه لري؟

راسموسن: زموږ ونډه روزونکې ده،موږ دعراقي دولت په غوښتنه د هغوی ځواکونه روزو،اصلي موخه مو د عراقي ځواکونو روزنه ده،غواړو له دې لارې عراق پياوړی او هوسا کړو،بياهم وايم چې د جګړې موخه نه لرو،يوازې عراق سره مرستې ته کار کوو.

گلف نيوز: يانې په عراق کې هېڅ پوځي ونډه نه لرئ؟

راسموسن: نه،په روزنيزه برخه کې يې لرو،ځکه عراقيان ورته اړتيا لري،موږ دامنيت لپاره ورغلي يو،امنيت د هغوی د ځواکونو په روزلو سره راتلای شي،ناټو ټولنه چمتو ده چې په دې موخه عراقي پوځيان وروزي .

گلف نيوز:تاسې د فلسطين او اسراييلو په خبرو کې د ناټو ونډه اټکلوئ؟

راسموسن:ناټو د منخني ختيز په سوله ييز بهير کې لاسوهنه نه کوي او په دې بهير کې به ونډه هم ونه لري،د فلسطين او اسراييلو موضوع هغه څه نه ده چې د ناټو په کار کې شامل وي،ټول دا مني چې دا هېوادونه سولې ته اړدي خو زه اوسمهال اټکل نه شم کولای چې ناټو دې د دې خبرو او روغې،جوړې د هڅو منځګړتوب وکړي.

موږ پوهېږو چې دې برخې ته د امريکا متحده ايالاتو ډېر پام شته او دا هڅې به يې ګټورې هم تمامې شي.

گلف نيوز:تاسې اسلامي نړۍ ته کوم پيغام لرئ؟

 راسموسن:ما خپل پيغام عمان ته د سفر پر مهال ووايه،د اردن پاچا ته مې د دوه زره څلورم په نومبر کې اشاره وکړه،دا يو ډېر قوي پيغام و چې د اردن پاچا دويم عبدالله ته مې وويل ټول اديان خپلو کې يووالي او لاسنيوي ته اړتيا لري،زه اردن ته مې د سفر پرمهال په دې عقيده شوم چې بېلا،بېل دينونه کولای شي يو بل سره په يووالي کار وکړي،همدا خبره مې استنبول کې هم وکړه ومې ويل چې په افغانستان کې زموږ د سرتېرو شتوالی يوه اړتيا ده ،دا د کوم دين پروړاندې جګړه نه ده او موږ هلته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره جګړه کوو.

گلف نيوز:څه فکر کوئ ايساف ځواکونه به ترکله په افغانستان کې وي؟

راسموسن: موږ نه شو کولای کومه کره نېټه اعلان کړو،خو ويلای شو چې دايساف دنده به هغه مهال بشپړه شوې وي چې افغانان خپل امنيت وساتلای شي،زموږ دنده هغه مهال پای ته رسيږي چې دوی خپله امنيت ساتنه پخپله غاړه ومني،موږ په افغانستان کې يو،د دې لپاره چې دا هېواد د ترهګرو په پټنځای وانه وړي،نو له دې امله وايم چې د خپلې دندې ترپايه به په افغانستان کې خپل سرتېري ساتو.

گلف نيوز: فکر کوئ چې د اوباما لخوا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ويستو خبره به يوه تېروتنه وي؟

 راسموسن:په اصل کې دا د سرتېرو د ويستو خبره نه وه،دا د خپلې دندې د ارزونې يوه اړونده خبره وهود عراق امنيتي وضعيت ښه شوی،ځکه کولای شو خپل سرتېري ترې وباسو،که افغانستان کې هم داسې وشي،نو زموږ ګام به همدا وي.

 گلف نيوز:دا اړتيا وينئ چې بايد اروپايي هېوادونه افغانستان ته نور سرتېري واستوي؟

راسموسن:دوی پخوا هم دا کار کړی دی،هماغسې چې مې وويل پريکړه مو کړې چې د سرتېرو شمېر تر څلوېښتو زرو کسانو ورسوو،چې له دې ډلې يې دېرش زره تنه د امريکادي او پاتې نور به يې ناټو استوي،له دې امله ناټو هم د دغې پريکړې د عملي کولو هڅه پيل کړې او بشپړه به يې کړي.

گلف نيوز:تاسې په افغانستان کې ولسي مرګ،ژوبلې ته په کومه سترګه ګورئ؟

 راسموسن:لومړی اجازه راکړئ چې د افغانستان دولسي مرګ،ژوبلې لرونکو کورنيو سره مې غمرازي شريکه کړم،زه پردې پېښو خورا خواشينی يم،په دې اړه مې خپل پيغام حامد کرزي ته هم استولی دی،هغه ته مې ډاډ ورکړی چې ځواکونه به مو هڅه کوي چې د دې پېښو مخنيوی وکړي،ځکه د ولسي مرګ،ژوبلې راکميدل او مخنيوی زموږ د بري په ماناده،بايد ووايم چې په تېرو دولسو مياشتوکې مو دې برخه کې لاسته راوړنې هم لرلي،دا پېښې ډېر کله د طالبانو لخوا کېږي،هغوی ولسي خلک،ښځې او ماشومان د خپلو ګټو لپاره کاروي.

گلف نيوز: د ناټو پراختيا به تر کومه وخته دوام کوي؟

راسموسن:د ناټو دروازې د هېوادونو پرمخ پرانېستي دي،د ناټو  د اصولو له مخې کېدای شي چې هر اروپايي هېواد د دغو اصولو په منلو سره د دې تړون غړی شي،موږ هم ټولو ته بلنه ورکوو،هر هېواد حق لري چې د خپلو امنيتي سياستونو په اړه پريکړه وکړي،د نا اروپايي هېوادونو په اړه هم دا دريځ لرو،خو د ناټو د اصولو د لسم بند له مخې ناټو يوازې اروپا او د امريکا شمالي برخې تر پوښښ لاندې راولي.

گلف نيوز: آياروسيه هم د ناټو غړې کېدای شي؟

راسموسن:  دا خبره راته د روسيې دريځ نه ښکاري خو دا هېواد کولای شي چې د يوه اروپايي هېواد په ګڼل کېدو سره زموږ غړيتوب واخلي،خو فکر نه کوم که داسې کوم وړانديز به ولري.

گلف نيوز: ترکيې سره مو اړيکې څنګه ګڼئ؟

راسموسن:  ترکيې سره خورا ډېرې ښې اړيکې لرو،دا له هغو لومړنيو ناټو غړو هېوادونو څخه و چې تر سرمنشي توب وروسته مې سفر ورته وکړ،له چارواکو سره مو يې ډېرې ښې ناستې درلودې او د خپلو اړيکو د پراخوالي لپاره مو ژمنې او خبرې سره وکړې .

گلف نيوز:دناټو د سرمنشي په توګه پر دندې که مو څه ووايئ؟

راسموسن: دا يوه ډېره ننګونکې او جالبه دنده ده،د ډنمارک د لومړي وزير په توګه دندې مې ډېر خوند راکړ،شاوخوا اته کاله مې هغه دنده وکړه،هغه دنده له دې سره چې د ډېرو هېوادونو د يووالي مشري ده،توپېرونه لري،دا يوه ننګونکې دنده ده،دا ژمنه چې اته ويشت هېوادونه به د ناټو په چوکاټ کې سره يو ځای او ملګري وساتلای شم،لږه څه ګرانه هم ده خو بياهم زما هڅه هم دا ده.