درنو ملګرو!پوهېږم چې يابه مو د سياست نوم چنداني نه خوښيږي او که خوښيږي مو نو په دې بلاک کې به يې ونډه ښه نه ګنئ،خو باور وکړئ لاندينۍ ژباړه چې مانړيوال وېبپاڼې ته کړې او سياسي رنګ لري،يوازې دې لپاره خپروم چې ګڼو نورو هڅو غوندې مې رانه ورکه نه شي،هيله ده خوابدي رانه نه شئ،رېښتيابه وايم زه له دې بلاکه د يوه زېرمتون په توګه د کاراخېستو نيت هم لرم.
د ناټو ټولنې سرمنشي اندريس فوګ راسموسن سره ځانګړې مرکه
د نړيوال وېبپاڼې يادښت:لاندينۍ مرکه چې لولئ،دراسموسن د هغې مرکې ژباړه ده چې تازه په تازه گلف نيوز نومې رسنۍ ورسره کړې،نړيوال وېبپاڼه يې دارزښت له مخې خپلو درنو لوستوالو ته ژباړه وړاندې کوي.
د دې لړۍ د غځيدا او په اړه يې ستاسې درنو د مرستې په هيله !
ارشادرغاند
گلف نيوز: د ستنبول ( ICI ) سازمان هڅې د رامنځته کېدو له شپږ کلنۍ سره څه يې څنګه ارزوئ؟
راسموسن: فکر کوم چې د دې سازمان د رامنخته کېدو نوښت يو غوره کار و،خکه موږ د ناټو او ملګرو ترمنځ يې ښې اړيکې ګورو،زه پرې خوشاله يم،دا هيله مې هم ورته شته چې دا اړيکې به لاښې شي،دا اړيکې کولای شي د ترهګرۍ او اټومي وسلو پرضد نړيوالې هڅې پياوړې کړي،همدا شان د انرژۍ او امنيت برخه کې ګټې به ولري، ترکومه ځايه چې بيا د سياسي اړيکو خبره ده نو موږ په دې برخه کې هم لاسته راوړنې لرو،چې يوه بېلګه به يې ډېر ژر د ناټو د اته ويشتو هېوادونو په نوښت په لنډ راتلونکي کې د يوه غټ داسې کنفرانس رابلل وي،چې دا مسايل پکې څېړل کېږي.
گلف نيوز: د همدې سازمان په اړه که عربستان او عمان ته پربلنې يانه بلنې څه ووايئ؟
راسموسن:موږ له هغو څخه په دوه زره څلورم زېږديز کال کې له دې سره سازمان سره د يو ځای کېدو هيله کړې وه،اوس يې هم ترې کوو او ورسره وايو چې يو ځای والی به يې دې سازمان ته مو پياوړتيا په برخه کړي،خو دا چې څه بايد وشي،پريکړه د هغو لاس کې ده،زموږ دروازې ورته خلاصې دي.
گلف نيوز: ناټو په عراق کې څه ونډه لري؟
راسموسن: زموږ ونډه روزونکې ده،موږ دعراقي دولت په غوښتنه د هغوی ځواکونه روزو،اصلي موخه مو د عراقي ځواکونو روزنه ده،غواړو له دې لارې عراق پياوړی او هوسا کړو،بياهم وايم چې د جګړې موخه نه لرو،يوازې عراق سره مرستې ته کار کوو.
گلف نيوز: يانې په عراق کې هېڅ پوځي ونډه نه لرئ؟
راسموسن: نه،په روزنيزه برخه کې يې لرو،ځکه عراقيان ورته اړتيا لري،موږ دامنيت لپاره ورغلي يو،امنيت د هغوی د ځواکونو په روزلو سره راتلای شي،ناټو ټولنه چمتو ده چې په دې موخه عراقي پوځيان وروزي .
گلف نيوز:تاسې د فلسطين او اسراييلو په خبرو کې د ناټو ونډه اټکلوئ؟
راسموسن:ناټو د منخني ختيز په سوله ييز بهير کې لاسوهنه نه کوي او په دې بهير کې به ونډه هم ونه لري،د فلسطين او اسراييلو موضوع هغه څه نه ده چې د ناټو په کار کې شامل وي،ټول دا مني چې دا هېوادونه سولې ته اړدي خو زه اوسمهال اټکل نه شم کولای چې ناټو دې د دې خبرو او روغې،جوړې د هڅو منځګړتوب وکړي.
موږ پوهېږو چې دې برخې ته د امريکا متحده ايالاتو ډېر پام شته او دا هڅې به يې ګټورې هم تمامې شي.
گلف نيوز:تاسې اسلامي نړۍ ته کوم پيغام لرئ؟
راسموسن:ما ....