د الله يار پرکيسه ييزې هڅې څو خبرې
خالدسنګر---د جلالکوټ ادبي خوځښت مرستيال
پښتو لنډه کيسه د يوه نثري ژانر په توګه که څه هم د ځينو ادبپوهانو په نظر په لنډه موده کې ډېره فاصله شاته پرېښى او نسبتاًقانع کوونکى پرمختګ يې کړى خو د نورو پښتو نثري ژانرونو په شان دا پرمختګ هم هغومره نه دى لکه په شعر کې چې ښکاري.
ښاغلى سنګر
د پښتو لنډې کيسې پرعمومي وضعې خبرې که له يوې خوا ماته د
استادانو په وس پوره او زمالپاره مشکل کارښکاري،له بلې خوا مې له مشخصې موضوع سره ډېراړخ نه لګوي.
د نورو پښتنو سيمو په شان په لوى ننګرهارکې چې د ادب زانګو اوپلازمېنه ګڼل شوې،له وروستيو راهيسې يوشمېر ځوانانو يې لنډې کيسې ليکولو ته مخه کړۍ.
د دوى دا نوې هڅې سره له دې چې له تيوريکي پلوه ستونزې او نېمګړتياوې به لري خو ...