جلالکوټ ادبي خوځښت جوړشو.
په ننګرهارکې لسګونه ځوانوفرهنګيالواوشاعرانوپه يوه تازه راټوليدنه کې چې د تلې (مېزان) مياشتې پر شپاړسمه په ننګرهار کې د خاموشه شوې ادبي وضعې د بدلون په نيت جلالکوټ ادبي خوځښت رامنځته کړ. دا راټوليدنه چې د جلالکوټ (جلال اباد) تالاشۍ څلورلاري ته څېرمه د ننګرهارلېسې مخې ته دشرق پلازې په دويم پوړ کې د نجات د خيرښېګڼې ساتندويې موسسې په دفتر کې وه، د قرآنکريم دڅوسپېڅلواياتونوترتلاوت وروسته پکې دغوځوانانوپه ننګرهارکې دادبي چوپتياپرماتونې ديوه بحث په پاى کې پريکړه وکړه چې دهرې جمعې ورځې دسهار پرنهوبجوهمدغلته (دنجات موسسې دفتر کې) اونيزې ادبي غونډې او مشاعرې به کوي. د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو د رايوپه يووالي سره ارشادرغاند ددغه خوځښت دمشراوخالدسنګراوانورالحق يرغل يې دمرستيالانوپه توګه وټاکل.
دوى دغه راز پريکړه وکړه چې د فعاليتونو په پراخيدو او لامنظميدو به يې خپل تشکيلاتي جوړښت هم پراخوي. دې غونډه کې د ننګرهار له يو شمېر ولسواليو څخه هم راغليو ځوانو شاعرانو ګډون درلود چې له دغه ادبي خوځښته يې پکې ملاتړاوپه ناستو کې يې د برخې اخېستو ژمنه وکړه. د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو دا پريکړه هم وکړه چې وخت،په وخت به خپلو اونيزو غونډو ته د ادب استادان ادبي درس او لارښوونو ته رابولي او د خپلو فعاليتونو په اړه به يې مشورې تر اخېستو وروسته عملي کوي. د دې ادبي خوځښت غړو وويل چې په ننګرهارکې نورو کېدونکو ورته ادبي ناستو کې به هم له کوم توپېرپرته لکه د خپلو غونډو برخه اخلي.
دجلالکوټ ادبي خوځښت دې لومړنۍ غونډه کې د خالدسنګر پر يوه غزل کره کتنه هم وشوه چې ارشادرغاند،انورالحق يرغل،قاضي زاده شينواري،حامدسليم او يو شمېر نورو خبرې پرې وکړې. د راتلونکې ناستې لپاره پريکړه وشوه چې د دې خوځښت پرفعاليتونو به د نظراخېستو ترڅنګ،مشاعره هم کېږي. دا پريکړه هم وشوه چې د کره کتنې او ادبي درس برخې به وخت ته په پام سره پالل کېږي . جلالکوټ ادبي خوځښت د خپل دې رپوټ له لارې هم پرهغو ځوانو فرهنګيالو چې د ننګرهار د خاموشه شوې ادبي وضعې د مثبت بدلون فکرلري،غواړي چې ورسره يوځاى د دې بهير د پرمخيون مرسته وکړي.