جانان ما اوس....

جانان ما اوس ځانته په دې اړيکه پېژني چې

هغه نړۍ پاللې،زه ټولې نړۍ ځپلی

زه ښار ته نه ځم چې ځانمرګی بريد مې ونه وژني

زما د کلي خوند هم غم د بمبارۍ ځپلی

ادامه نوشته

د هنرمن او پياوړي شاعر عبدالله پيکارجانانه نظم

 يادون:زماله نورو پاڼوڅه کاپي کول ښه نه اېسي خو د پياوړي شاعرعبدالله پيکاردې ښايسته نظم اړکړم چې له تل افغان وېبپاڼې يې راکاپي او له هغې پاڼې په خورامننې خپورکړم،هيله ده هغه ملګري خپه نه شي،رېښتياکه ژوندو،د دې جانانه شاعر نورې داسې پنځونې به هم درباندې ولولم.

پيکارصيب

مونږ دوخت څپو اخيستي نيزه وړي

دبدرنګو تقديرونو پوروړي

ته ملايې زه شاعر يم خومونږ دواړه

دپيغام تر درانه پيټي لاندې ستړي

****

ادامه نوشته

نه ختمېدونکې اړيکې((مور))ته!

مورې!په خدای چې زندګۍ نور ستړی کړی يمه

نور مې د سر دعا د خدای دربار ته مه استوه

پرې،چې ژر خلاص له درد،ژړا او اندېښنو نه شمه

دا د محشر دعا دخدای دربار ته مه استوه

مورې چې ته ماڅوک ګڼې،زه هغه څوک نه يمه

...

ادامه نوشته