قدرمن عبدالله پيکار

مونږ دوخت څپو اخيستي نيزه وړي

دبدرنګو تقديرونو پوروړي

ته ملايې زه شاعر يم خومونږ دواړه

دپيغام تر درانه پيټي لاندې ستړي

****

ته دمينې دخالق دكور امام يې

ته قاصد دخداى دمينې دپيغام يې

زه يودرد يم دپرهر په غيږ كې اوسم

ته بدرنګ په بدرنګۍ كې هم ارام يې

****

تادخداى پيغام نه اند كړ نه دې ژوند كړ

نه دې رنګ كړ نه دې سٌر كړ نه دې خوند كړ

تامنتر دمُصلې او دكوزې كړ

تا تعويذ كړ تا په اوو پوښو كې بند كړ

****

ماپيغام كړې هاغه ټولې مرغلرې

دښايست دخداى خورې ورې خبرې

څه مې حسن څه مې رنګ كړې څه مې مينه

ماترې جوړې كړې ښايسته ښايسته سندرې

****

ته وارث دخداى دښكلي پيغمبر يې

خو دسپين صليب پاچا يې زورور يې

ته ژوند نه غواړې دحسن مرګ پرسته

دخالق اود مخلوق په منځ كې غر يې

****

زه ښايست يمه زه ژوند يمه شاعر يم

ترښايسته د نيا چا پيره سمندريم

دخوږو خوږو دردونو مصور يم

دانسان دښكلې مينې مفسر يم