د جلالکوټ ادبي خوځښت لومړۍ اونيزه غونډه...

جلال الدین غريبدوست--د خوځښت ګذارشګر

جلالکوټ ادبي خوځښت خپله لومړۍ اونيزه غونډه د روانې تلې مياشتې پردروېشتمه د جمعې سهار پرنهو بجو د جلال اباد ننګرهار لېسې ته مخامخ د شرق پلازې په دويم پوړ کې وکړه.
وياندي يې زيارصميم او ګذارش ليکنه جلال الدين غريبدوست ته سپارل شوې وه.
د غونډې مشراسدالله لاروى او مشرمېلمه عطامحمد هيله من و.
غونډه د محب الله الله يار لخوا د قرانکريم د څو سپېڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
د غونډې لومړۍ برخه د خوځښت د جوړيدو په اړه ازاد بحث ته ځانګړې وه.
لومړى وياند د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند پرانېستونې ويناته وباله.

رغاند وويل:....

ادامه نوشته

فى البديهه مشاعره

خالدسنګر

يادښت : د( جلال کوټ ادبي خوځښت ) ترجوړيدو وروسته تيره شپه  ډيرفرهنګي ياران ددې خوځښت پرفعاليتونو نظراخيستو اومشورو ته راټول شوى وو، پرموضوع تراوږده بحث وروسته ګڼ ياران چې ورځينيو ستړياوو ځپلي وو، دخوب پر بسترونو پرېوتل.
 خو موږ درېيوواړو ( ارشادرغاند ،انورالحق يرغل او خالدسنګر ) دنورکله په شان دشپې نيمايي کې دفى البديهه مشاعرې نيت وکړ .

 له دې نيت سره يوځاى يرغل وويل: داځل به دا مشاعره په نيټ کې هم خپره کړو او دهغو تېرو په څېر بايد رانه نادرکه نه شي ځکه  د( جلال کوټ ادبي خوځښت ) دجوړيدو د رپوټ له خپرولوسره ديوشمېر لرې ميشتو ملگرو غوښتنه داده چې د( جلال کوټ ادبي خوځښت ) له فعاليتونو بايد خبر شي. پردې خبرې ترهوکړې وروسته په داسې حال کې چې دځينو ويدو ملگرو خرارى خاته، يوواردارشاد رغاند له خولې راووتل: 
  ...

ادامه نوشته

جلالکوټ ادبي خوځښت جوړشو.

انورالحق يرغل

په ننګرهارکې لسګونه ځوانوفرهنګيالواوشاعرانوپه يوه تازه راټوليدنه کې چې د تلې (مېزان) مياشتې پر شپاړسمه په ننګرهار کې د خاموشه شوې ادبي وضعې د بدلون په نيت جلالکوټ ادبي خوځښت رامنځته کړ. دا راټوليدنه چې د جلالکوټ (جلال اباد) تالاشۍ څلورلاري ته څېرمه د ننګرهارلېسې مخې ته دشرق پلازې په دويم پوړ کې د نجات د خيرښېګڼې ساتندويې موسسې په دفتر کې وه، د قرآنکريم دڅوسپېڅلواياتونوترتلاوت وروسته پکې دغوځوانانوپه ننګرهارکې دادبي چوپتياپرماتونې ديوه بحث په پاى کې پريکړه وکړه چې دهرې جمعې ورځې دسهار پرنهوبجوهمدغلته (دنجات موسسې دفتر کې) اونيزې ادبي غونډې او مشاعرې به کوي. د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو د رايوپه يووالي سره ....

ادامه نوشته