زماڅو بيته او ديارانو څو نظره!

ګلونو لوستونکيو!دابيتونه مې ښايي تاسې لوستي وي،رېښتيا د بلاک په همدې پاڼه کې مې هم خپاره کړي،ورسره خوا کې په رومال وېبپاڼه کې هم خپاره شوي وو،هلته پرې دوو ګلونو يارانو(ښاغلي بختيار ځدران او ګلالي جلال امر خېل)د نظر لورېينې کړې وې،د وېبپاڼو ژر ليدو ته د نه لاسرسي له لاسه زه هم په دې بل چا خبر کړم،بس ...                                    

ادامه نوشته

د غضري صيب يو غزل او....

درنو!د غضري صيب!لاندينى غزل او زما نظر چې لولئ،دا مې له رومال وېبپاڼې را اخېستي،سره له دې چې د چلوونکي بختيارځدران صيب اجازه مې نه ده غوښتې،پخپل بلاک ژړا کې د غضري صيب غزل له خپل نظر سره يو ځاى خپروم،البته دا زړه هم د ځدران صيپ د پريمانې لورېينې په ډاډ کوم،له رومال او ځدران صيب څخه په مننې سره!

عبدالرحمان غضري

                                غزل

ته به ګونـګۍ یې ستاویجـــدان به په مااوښکې تو وي
وخت به زمـــــــاوي ټول یاران به په مــــــااوښکې تو وي

ادامه نوشته

درې نوي بيتونه

راکړئ که دې نه دى خدايه رنګ د ګلابونو
ژوندون خو راپه برخه کړه،ترڅنګ د ګلابونو
زمونږ ترمنځ خپګان خداى شته چې بالکل ناروادى
جانانه وايه شوى کله جنګ د ګلابونو؟
شبنم دې پر دې ښار د نه ورښت احتجاج وکړي
د دې ښار پاچا وواژه،ملنګ د ګلابونو

http://nightmelody.com/gallery/albums/nightmelody-com-0197.jpg

ادامه نوشته

د خالد سنګر په زړه پورې شعر

 

نه ستا د مخ ګل ته شبنم شوم،نه بهارپاتې شوم

زه ډېربېوسه ومه،ځکه په قرارپاتې شوم

مادساقي په يوه خبره ميخانه پرېښوده

مادجانان مخ هم ونه ليده،خومارپاتې شوم

زماواړه ملګري خپل مقصدته  ورسېدل

خوتوره شپه کې زه پښتون ترېنه په لارپاتې شوم

ادامه نوشته

څوبيتونه

                         دا چې له زوره لوېږي،دا چې په کراره درومي

                زموږ ملګري خو په بېله،بېله لاره درومي

                    بې ننګه نه يم چې،شړې مې،خوبيا هم درځمه

                  په اړه ورځ خلک پنجاب ته له ننګرهاره درومي

                   ملګرو!مه وايئ چې يار دې ولې تانه ويني؟

                 تاسې او خداى چې په تصوير پسې هېنداره درومي؟

دې ښار کې تاژوند کړى،زه يې په مرګ هم نه پرېږدم

خير که ترې نور د الوتکو له بمباره درومي

ادامه نوشته

وېبپاڼيزې درغلۍ او يوه حل لاره

يوه وېبپاڼه مې کتله،زما څو ليکنې يې چې په نړۍ اونيزه کې خپرې شوې وې، بې له دې چې نوم او سرچينه يې په ګوته کړې وې خپرې کړې وې،ماويل ځه خير کله داسې هم کېږي،بله ورځ مې د يوه چا بلاک کوت،څښتن يې اشناغوندې و،زما په بلاک کې يې پر ځينو ليکنو تبصرې هم ليکلې،مايې هم کله،کله په همدې بلاک کوت چې لورېينه يې  ورادا کړم،چې کتل مې له هماغې پاڼې يې زما يوه ليکنه راکاپي کړې وه...

ادامه نوشته

د رغاند څو بيتونه!

يادونه:لاندينۍ ليکنه پياوړي شاعر او ليکوال ښاغلي بختيار ځدران د خپلې پرېمانۍ لورېينې له مخې زما پر څوماتو،ګوډو بيتونو کړې،چې زه يې ځان د نه وړ ګڼلو ترڅنګ ترې مننه کوم،دا تاسې او دا هم د ځدران صيب ليکنه!

داسې بيتونومې ولوستل چې دې ته يې اړ کړم چې په مينه مينه پرې لا ښه ځان پوه کړم له هغه وخت راهيسې چې دځوان اوهڅاندشاعرارشادرغاندصيب له شعرونو سره مې مخه شوي ،هرچېرې يې چې په کومه ويبپاڼه کې شعر ووينم دوه درې ځله يې ارومرو لولم . درغاند صيب  شعرله ورايه  جوتيږي چې شعر په زور نه دي ليکل شوي بلکې تر څنګ سړي ته داګيله پيدا شي چې...

ادامه نوشته