درنو!د غضري صيب!لاندينى غزل او زما نظر چې لولئ،دا مې په رومال وېبپاڼه کې ليکلې،سره له دې چې د چلوونکي بختيارځدران صيب اجازه مې نه ده غوښتې،پخپل بلاک ژړا کې د غضري صيب غزل له خپل نظر سره يو ځاى خپروم،البته دا زړه هم د ځدران صيپ د پريمانې لورېينې په ډاډ کوم،له رومال او ځدران صيب څخه په مننې سره!

                               

عبدالرحمان غضري

غزل

ته به ګونـګۍ یې ستاویجـــدان به په مااوښکې تو وي
وخت به زمـــــــاوي ټول یاران به په مــــــااوښکې تو وي

دبېکسۍ ژونده یوه ورځ به دې حیران غــــــــــوندي کړم
زه به ډاډه پروت یم جهـــــــــــان به په مااوښـــــکې تو وي

دپرهرژلې روح خوږمن زګیروی مې خـــــــــــدایزده ولې
په دې اسره مري چې درمـــــــــان به په مااوښکې تو وي

دایو حسرت مې تل ناښــــــــــــــاد خــــاطرپه دې ځوروي
چې مړمې وروړي څوک جــانان به په مااوښکې تو وي

خواره قیسمتــــــــــــــه دادکوم حسن ائینـــــــــــه دې کړمه
څله دې خوښــــــــه شوه چې ګران به په مااوښکې تووي

چې په پردي جحیم کې  مرم غضري څــــــــــــوک دي زما
دخپـل خوني اجل کمــــــــــــان به په مااوښـــــــکې تووي

۲۰۰۹/۱۲/۱۵
ساجرسعودي عرب

 

نه پوهېږم ولې مې دشاعرۍ دومره پراخو خواوو کې له درده ډک شعرونه ډېر خوښيږي،ښايي يو څه ځاني نېږدې والى به مې ورسره وي ياڅه بل څه،په هرحال د دې شعرونو په ليکلو مې هجرت الله اختيار ډېر خوښيده،که ووايم تر اوس مهاله مې د هغه د يوه غزل لپاره هغه په دې برخه کې تر ټولو ښه شاعر ګاڼه نو شک يې مه بولئ خو اوس چې مې د عضري صيب دا شعر ولوست نو دويم ځاى مې عضري صيب ته ورکړ،ټول غزل يې ښکلى و،په هر ټکي کې يې ماته بلا ډېرې د بې وسۍ،ماتې او درد کيسې ښکاري خو په ځانګړې توګه لومړني درې بيتونه يې تر ټولو غوره برېښي.
ته به ګونـګۍ یې ستاویجـــدان به په مااوښکې تو وي
وخت به زمـــــــاوي ټول یاران به په مــــــااوښکې تو وي

دا بيت ګورئ څومره قوت او څومره درد په ځان کې لري،يانې شاعر دې حالت ته رسېدلى چې له ډېرې کمزورۍ څخه پر ځان د يوه چا ژړا هم د ځان قوت ګڼي،دا رېښتيا هم د انساني ژوند يو رېښتينى تصوير دى،خو اعلى تصوير،ځکه په هر حال کې د انسان ډاډمنوالى راښيى او هغو ته چې له ژونده بېخي نهيلي وي د نهيلي له بلا د خلاصون زېرى کوي.
لومړى بيت:دبېکسۍ ژونده یوه ورځ به دې حیران غــــــــــوندي کړم
زه به ډاډه پروت یم جهـــــــــــان به په مااوښـــــکې تو وي

هم ورته خبره کوي په لږ توپېر سره او هغه دا چې دبې وسۍ ژوند ننګوي او ورته وايي چې يوه ورځ به درته د خداى په امانۍ لاس غځوم او په دويم بيت کې بيا شاعر د يو ډول ناخبرۍ اظهار کوي او وايي نه پوهېږي چې ولې دومره سختې يې روح پر ځان مني چې يوه ورځ به يې درمان(ښايي جانان)پرې اوښکې تويې کړي.

غضري صيب ته زه د خپل يوه هېرشوي غزل څوبيته ډالۍ کوم او ورسره ورته د نورو ورته شاعرانه بريو دعا!

يوه ملنګ لکه پاچا د يار ژړا راوسته
مانړۍ ماته کړله،ما د يار ژړا راوسته
نن مې ايله ژوند کې احساس د يو بري وکړلو
نن مې ايله ژوند کې ژړا د يار ژړا راوسته 

رغاند