غزل
چې مې جانان دتېر په شانتې احترام نه کوي
اوس غريب شوى يم هيڅوک هم په ماپام نه کوي
...

چې مې جانان دتېر په شانتې احترام نه کوي
اوس غريب شوى يم هيڅوک هم په ماپام نه کوي
...


يو اړين يادښت:هغه درانه لوستونکي چې له پښتو پاڼې سره ډېر نېږدې پاتې شوي وي،ښايي د لاندينۍ پېژندنې او همداسې ځينو نورو ورته ليکنو په لوستو فکر وکړي چې دا ليکنې پردۍ دي او ما ولې پخپل بلاک کې خپاره کړي خو!کيسه داسې ده چې نه پوهېږم زما په قلم ليکل شوي ځينې داسې ليکنې څنګه په ځينو پښتو پاڼو کې زما له نوم يادولو پرته خپاره شوي؟په هر حال،زه دا خپلې ځينې خپرې شوې ليکنې په دې موخه خپروم،چې خپلې ليکنې له يرغمل کېدو وژغورم.يوه يادونه بله چې بايد وکړم،د ځينو ځوانو شاعرانو پېژندنې چې په دې بلاک کې لولئ د نړۍ شاعر په نامه د نړۍ اونيزې د هغې ادبي لړۍ اړوند دي چې په دې اونيزه کې خپاره شوي.
د مامور عبيدالله صاحبزاده زوې ولي الله منصور که څه هم له آره د ننګرهارد ښکلې سيمې دره نور د قلعه شاهي اوسېدونکى دى خو پر ١٣٦٤لمريزکال د کابل بي بي مهرو سيمه کې په لومړي ځل دانړۍ وليده، پر ١٣٦٥کال د ناسازو حالاتو له امله ....
يادونه: دا ليکنه مې شاوخوا دوه کاله وړاندې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور د رئيس اورنګ صميم پر کتاب ددې رياست د غونډو په تالار کې د جوړې شوې کره کتنيزې غونډې ته اورولې وه،اوس يې د نه ورکېدا په پار ستاسو مخته ږدم چې له يوې خوا مې د تېرو ادبي هڅو يوه بېلګه ژوندۍ پاتې وي،او له بلې خوا پرې تاسې درانه خپل نظرونه ولوروئ.
"د کږلېچونو کاروان" د اورنګ صميم د شعر ليکنې د هڅو لومړنى ټولګه ده، چې په دې وروستيو کې د زرو ټوکو په شمېر چاپ او د شاعر تر سريزې وروسته د استاد فضل وهلي ناګار، استاد محمد آصف صميم، پوهنيار علاوالدين حسام او محمد زبير خاکسار د سريزو په ملتيا خپره شوې ده، چې په سريزو کې د استاد محمد آصف صميم سريزه د ستاينې او د نورو په ځينو برخو کې د نيوکو ځاى شته؛ خو ....
د ننګرهار ښوونې او روزنې پوهنځي دپښتو څانګې ددرېيم ټولګي زده کړيال رحمت الله زيارمل پر ١٣٦٦لمريز کال د خوګياڼو د کوز بيار د شاعرانه او سندربولې سيمې د استوګن ګل محمد د کاله غړى شو،له نورو کيسو يې نه يم خبر ؛خو په خبره يې.....
وخت را مات که،رنګ يې واوښت،زړه يې سورى شو
د دې ښار هغه يو روغ هم لېونى شو
.......
نن چېرته لاړشم نن نه يم په کار ددې نړۍ
.......
په سينه کې مې زړګى شته،خوند يې نشته
زندګي پر ما هم خداى را لورولې
مګر څه به يې کړم،خداى شته خوند يې نشته
يادښت:درنو لوستوالو!دا مرکه مې له انورالحق يرغل سره په ګډه د نړۍ اونيزې د پيل په لومړيو کې د ننګرهار د ښځو چارو له رېسې آغلې شيلابابري سره کړې،سرله له دې چې د مرکې منځپانګه ښايي د يوڅه دوديزوالي له امله درته دومره په زړه پورې نه وي،خو بڼه يې فکر کوم چې يوڅه خوند درکوي،هغه په دې چې د سرچينې خبرې مو پکې کټ،مټ خپرې کړي.نور مو سرنه خوږوم دا تاسې او دا هم لاندينۍ مرکه.
مرکچيان:ارشادرغاند او يرغل
رغاند : ريسه صيب!که ځان د نړۍاونيزې لوستونکو ته راو پېژنې، خوښ به شو.
بابري : بسم الله الرحمن الرحيم، پوهنيار شيلا بابري د ننګرهار د ښځو چارو ريسه.
يرغل : ريسه صيب! د دې رياست پر دندو او فعاليتونو لنډه رڼا واچوئ چې په دې څو کلنه دوره کې مو څه لاسته راوړنې لرلي او څومره پلانونه تر لاس لاندې لرئ؟
بابري : کله چې د کرزي صيب پاچايي اعلان شوه،له دې کبله چې ښځې د طالبانو په وخت کې ځورېدلې او کړيدلې وې، نو د ښځو د حقوقو د اعادې لپاره د ښځو چارو وزارت په نوم يو وزارت جوړشو او د هغې نمايندګي چې دلته د ښځو چارو رياست دى تقريبا اووه کاله کيږي چې دلته فعاليت کوي او دا درې نيم کاله کيږي چې زه دلته د ښځو چارو ريسه يم. له ما نه مخکې محترمه فهيمه جانه مجددي دلته ريسه وه.
ستاسو د سوال دوهمه برخه: دښځو چارو رياست د ښځو لپاره د پالېسۍ جوړولو،حمايه کولو او هغه مشکلات چې د ښځو پر مخ پراته دي د حلولو لپاره يې د وزارت له پالېسۍ جوړولو سره مرسته کوي او د دې پالېسۍ پوسيله به د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې په کراره،کراره حل شي. دښځو چارو رياست پخپل چوکاټ کې شل کسه مامورين لري چې په دې کې شپاړس مامورين رسمي او څلور تنه اجيران (پياده ګان)دي، همدارنګه شپږ مديريتونه لري چې يو يې د اقتصاد، حقوق، تعليمي، تحصيلي، دنشراتو او تبليغاتو، دجندر او روزنې او اداري مديريتونه شامل دي.
يادونه: له جنرال دوستم سره د لاندينۍ مرکې دري بڼه د جنبش ملي ګوند په وېبپاڼه کې خپره شوې،د خپرونکو په خبره يې دوستم سره دا مرکه د ترکيې تورک ټايم خپرونې کړې،اوله ترکي ژبې څخه ډاکټر عبدالله رحيمي په دري ژبه ژباړلې،دا چې دا خبره رېښتيا ده او کنه؟او که ده نو مرکه د کومې موخې لپاره شوې؟پکې ورکړل شوي ځوابونه کومې موخې،څومره رېښتيا او څه پيغام له ځانه سره لري؟د دغو موخو د په ډاګه کولو لپاره ما هم دغه مرکه پښتو ته وژباړله او هيله من يم چې درانه حق پالونکي قلموال به مو په دې اړه خپل نظرونه،تبصرې او ځوابونه وليکي.
په همدې هيله!
ارشادرغاند
يوه خبره:
درنو لوستوالو!د يو شمېر شاعرانو پېژندنې چې په دې بلاک کې به يې لولئ،د نړۍ اونيزې د ((نړۍ شاعر))برخې ته مې ليکلي،دلته يې د خپلو ليکنو د خوندي والي په موخه بياخپروم،هيله ده نظرونه مو پرې وليکئ.
د نړۍ د دې ګڼې شاعر راته عجېبه ازمېښت رامنځته کړ،د پېژندنې په مالوماتي پاڼه کې يې داسې وليکل:((فريدون خوځون،ولايت:لغمان،ولسوالي:قرغه يي ،کلى:حسين خېل—زده کړې:ننګرهار عالي لېسه،سږکال د فارياب زراعت ته کامياب شوم،نور خو نو ته پوهېږې!اوس د پژواک خبريال يم))
د کاتب شاه شعر او څو خبرې
د ډېرو چارو په ښه ډول ترسره کول مې په ګومان يوازې له يوه نه ؛بلکې له څو لارو کېږي،لکه د يوه دېوال په ښه او بنسټيز جوړښت کې چې مشر خټګر(ګيلکار)د دېوال د خښتو اېښودو ترڅنګ د هغه د ټولو اړوندو توکيو د سمې چمتو کونې او کارونې د څار او لارښود دنده لري،داسې شاعر هم په ښه شعر ليکنه کې ډېرې ژمنتياوې لري چې د پوره او ښه ترسراوي پر مهال يې ښايي ښه او رېښتينى شعر وليکلاى شي،دا خبره مې د ځوان شاعر کاتب شاه کاتب د تازه خپرې کړې (١٦٦)مخيزې شعري ټولګې ((زما په زړه کې چې وو))په لوستو را په زړه شوه،د هډه وال شاعري د يو شمېر نورو دوديزو ځوانو هغو په شان....
د ځلاند شاعري د يوې ځغلندې کتنې په درشل کې
ډ ېرې خبرې داسې وې چې پرې تر پايه ټينګار ناشونى او ناسم کاروى،شعر هم زما په اند يو له هغو توکو دى چې د پولو ټاکل او پوره تعريف وړاندې کول يې نېمګړې اود نه کېدو چاره ده
دا خبره مې د طاير ځلاند د شعري ټولګې(خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي)په لوستو را په زړه شوه،ما هم يو وخت دا کارکاوه او شعر مې يوازې د ځاني ځان پېښو لېږد لاره ګڼله خو له هغې را دېخواچې هره ورځ د وژنو،چاودنو،ورانونو او نورو ناسمو چارو د خبريدو په غم ښکېل شوم دې فکر مې له ذهنه کډه وکړه او دا مې ومنله چې شعر له پولو يو ازاد او هر خوا الوتونکې مرغۍ ده .
که خبره لنډه کړم د ځلاند شاعرۍ کې مې له منځپانګيزه پلوه ډېرې داسې....