د رحمت الله زيارمل پېژندنه
د ننګرهار ښوونې او روزنې پوهنځي دپښتو څانګې ددرېيم ټولګي زده کړيال رحمت الله زيارمل پر ١٣٦٦لمريز کال د خوګياڼو د کوز بيار د شاعرانه او سندربولې سيمې د استوګن ګل محمد د کاله غړى شو،له نورو کيسو يې نه يم خبر ؛خو په خبره يې د ښوونځي زده کړې يې تر نهم ټولګي د کوز بيار په شېخ ضمير بابا ښوونځي او دولسمه پورې يې د خوګياڼو ملکيار هوتک لېسه کې کړي،بيا يې د پوهنځي لمن نيولې او همدا شان يې د معلوماتو له مخې د ژونالېزم يو شمېر کورسونه هم لوستي،
زيارمل مې په لومړي ځل د ننګرهار ادبي بهير(ناب) په يوه لومړنۍ غونډه کې هغه مهال ولېد چې د يوه بل زيارمل تخلصي(راحت ګل زيارمل)د شعر ويلو وار کې يې شعر ووايه؛بيا يې وياند تر يو ډول نيوکې لاندې راوست چې ولې يې نوم ورته غلط اخېستى،دا مې دې پورې ياده کړه چې رحمت الله زيارمل کله،کله په نه خبره خپه کېږي،نور ښه دى،راشه،درشه او ملګرتيا يې بده نه ده خو چې سړى يې ډېر پام وساتې، وايي د((انتخابي شاعرۍ))کچه يې يوې ټولګې ته رسېږي،ادبي ټوټې او لنډې کيسې هم وايي ليکي،له ((مقالو))يې هم په خبره کتاب جوړېداى شي،په ننګرهار ملي راډيو تلوېزون کې څو ذوقي خپرونې چمتو کوي،کله،کله ترنم هم کوي چې شعر يې ورسره په سړي ښه لګي،شاعري يې خپله هم بده نه ده،خو د ده په غږ ويل يې خوند وربښي،زيارمل ارواښاد حمزه بابا،دروېش درانى،رحمت شاه سايل او مصطفى سالک د خپل ذوق وړ شاعران ګڼي،نورو بوختياوو سره ادبي غونډو او مشاعرو ته ورتګ او له هغې ډلې د ننګرهار ادبي بهير(ناب)غونډو ته تګ کې هم خپله وسه کوي،د شاعرۍ د ودې او بري په هيله يې در ته يو بېلګيز شعر وړاندې کوو هيله ده خوښ مو شي.
غزل
آخ!د ساقي د ميو جامه!په تا څه شوي دي؟
زما د زړه ملا امامه په تا څه شوي دي؟
نن دې پر شونډو اسوېلي بيا غزونې کوي
اى د پښتون ذليله قامه!په تا څه شوي دي؟
لکه چې پړک اسمان ته خېژي،ته خو داسې ختې!
څنګه را ولوېدې له بامه په تا څه شوي دي؟
ستا د يارۍ کيسو له تا نه ښوونځى پاتې کړو
اى په کلو،کلو ناکامه په تا څه شوي دي؟
ستا د کمڅو قوت خو دومره سېوا شوى نه و!
زيارمل دې ووتو له بامه،په تا څه شوي دي؟