نوي بيتونه

                     

    وايي په بدومې پېرزو نه يې،خوڅه وکړمه؟

پښتنې پېغلې ته يې مور پېکي کې ګوتې وهي

څوک په اخته يارانې کبر کوي،پاى يې غواړي

څوک په ژړا د يو انځور پېکي کې ګوتې وهي

منم،تضاد رنګونه هم،ښايسته تابلو پنځوي

جانان چې ما ګوري،خپل تور پېکي کې ګوتې وهي

وايي د يار د اسوېلو تودوخه هم داسې ده

رغاند په دې موخه د اور پېکي کې ګوتې وهي

ادامه نوشته

له ښاغلي مصطفى سالک سره مرکه

                                      

ګرانو لوستونکيو!مينه او درنښت!

پس له څه ځنډ وروسته بريالى شوم چې د ننګرهار کليد راډيو د رڼې چينې خپرونې لپاره له پياوړي شاعر،ليکوال،خبريال ښاغلي مصطفى سالک سره د کړې ادبي مرکې ليکنۍ بڼه چمتو او ستاسې چوپړ ته وړاندې کړم،په دې هيله چې درته په زړه پورې او ګټوره تمامه شي،دا تاسې او دا هم له سالک صيپ سره يوه شېبه ټلېفوني بڼډار:

سالک

رغاند:ښاغلى مصطفى سالک له غږ او نامه سره خو مو ډېرى هېوادوال اشنا دي خو بيا هم په که په لنډه توګه د ځان په اړه څه ووايئ؟

سالک:زه به څه ځان معرفي کړم تاسې وويلې چې دومره خلک مې پېژني  ....

ادامه نوشته

څو بيتونه

يو څو ساندې:ګرانو په ژړامېنو يارانو!پوهېږئ چې ژړا مې څومره خوښه ده؟هره شېبه ژړا راځي،هره شپه ژاړم او غواړم چې دومره وسه ولرم چې تاسې هم وژړوم او په دې کار مو د دردمنو زړونو درد لږ څه راکم کړم خو خداى شته چې دا حالات دومره ناځوانه شوي چې سړي ته د ژړا اجازه هم کله نه ورکوي،ماته د ګرانو دوستانو يو شمېر ګيلې او ننګونې هم په برېښليکونو را لورېدلي خو زما له دې لارې ټولو ته همدا ځواب دى،همدا ژمنه ده چې بنده تر خپله وسه پړ دى.

رېښتيا خبرې به مې ډېرې شوې وي،ښاغليو برېښليک کوونکو په ژړا کې مې نوې اوښکې غوښتي،زه هم دا امر په ځاى کوم،همدا شېبه راسره يوازې څو بيته د ذهن په کاله کې زېرمه دي،تورتوتان له تاسو قربان...

د ډارونکي خوب،تعبير په شانتې ژوند لرمه

د هر چا بدي شم،د وير په شانتې ژوند لرمه

بخت مې د وخت په دام کې ګېر دى،خپله زما چارواکى

زه د غلام هېواد وزير په شانتې ژوند لرمه