د گلالی امرخیل گلالی غزل
ښار کې د کلي خلک ډېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی
يادون:زماله نورو پاڼوڅه کاپي کول ښه نه اېسي خو د پياوړي شاعرعبدالله پيکاردې ښايسته نظم اړکړم چې له تل افغان وېبپاڼې يې راکاپي او له هغې پاڼې په خورامننې خپورکړم،هيله ده هغه ملګري خپه نه شي،رېښتياکه ژوندو،د دې جانانه شاعر نورې داسې پنځونې به هم درباندې ولولم.

پيکارصيب
مونږ دوخت څپو اخيستي نيزه وړي
دبدرنګو تقديرونو پوروړي
ته ملايې زه شاعر يم خومونږ دواړه
دپيغام تر درانه پيټي لاندې ستړي
****
د تېر په شانتې نه ده سندرغاړې،سندرغاړې
نړۍ له منځه لاړه چې ته لاړې ،سندرغاړې
دردونه،کړاوونه او ويجاړې سندرغاړې
همدا مې شوې د ژوند د کتاب ژباړې سندرغاړې
توبه!په دې پوهېږم نه چې ژاړې سندرغاړې
او يا په بېلتانه باندې مې وياړې سندرغاړې
په خوب کې پاچا کېږم،ته مې غواړې سندرغاړې
لاسونه تاووې زماله غاړې سندرغاړې

درنو!د غضري صيب!لاندينى غزل او زما نظر چې لولئ،دا مې له رومال وېبپاڼې را اخېستي،سره له دې چې د چلوونکي بختيارځدران صيب اجازه مې نه ده غوښتې،پخپل بلاک ژړا کې د غضري صيب غزل له خپل نظر سره يو ځاى خپروم،البته دا زړه هم د ځدران صيپ د پريمانې لورېينې په ډاډ کوم،له رومال او ځدران صيب څخه په مننې سره!

غزل
ته به ګونـګۍ یې ستاویجـــدان به په مااوښکې تو وي
وخت به زمـــــــاوي ټول یاران به په مــــــااوښکې تو وي

نه ستا د مخ ګل ته شبنم شوم،نه بهارپاتې شوم
زه ډېربېوسه ومه،ځکه په قرارپاتې شوم
مادساقي په يوه خبره ميخانه پرېښوده
مادجانان مخ هم ونه ليده،خومارپاتې شوم
زماواړه ملګري خپل مقصدته ورسېدل
خوتوره شپه کې زه پښتون ترېنه په لارپاتې شوم