پياوړى شاعر اوقلموال اجمل اند چې ننګرهاريو فرهنګيانو ونمانځه.

يادون:دا رپوټ مې څومياشتې وړاندې ننګرهارکليد راډيو ته چمتو کړى و.

رغاند

يو شمېر ليکوال او ادبوال د دې ترڅنګ چې په ننګرهار کې د نادولتي فرهنګي بنسټونو لخوا د ادبي شخصيتونو وروستۍ نمانځنې ستايي،پر اطلاعاتو او کولتور ادارې له دې امله  نيوکې لري چې په دې برخه کې خپل مسوليتونه نه پرځای کوي.

ننګرهار چې پکې د پياوړي قلموال پوهاند عبدالشکور رشاد په ژوندوني نمانځغونډه  د خپلې بڼې  لومړۍ هڅه ګڼل شوې،ترې وروسته ډېرکله دا ولايت د فرهنګي شخصيتونو د نمانځنې ځای پاتې شوی.

د دې نمانځنو وروستۍ هغه په کامې ولسوالۍ کې د هغې سيمې د فرهنګيانو لخوا د شاعر او ژونالېست اجمل اند وياړ غونډه  وه چې د يو شمېر فرهنګيانو له خوراهرکلي سره مخ شوه.

دې ډلې فرهنګيانو کليد راډيو سره خبرو کې ...