پرون نړۍ زماوه زه واکدار ددې نړۍ
              

              نن چېرته لاړشم نن نه يم په کار ددې نړۍ

          دژوند له هيڅ يو ستونزې به مې لار نه چپوله

      که بند مې په مخ نه واى هره لار ددې نړۍ

         ماښام غوندې په ستورو اوسپوږمۍ باندې راڼه يو

       داځکه په لاس نه راځي سهار ددې نړۍ

         له مانه مرور دژوند دهر ارمان سفر

     په ماباندې مېن دى هر ګوزار ددې نړۍ