ګلونو لوستونکيو!دابيتونه مې ښايي تاسې لوستي وي،رېښتيا د بلاک په همدې پاڼه کې مې هم خپاره کړي،ورسره خوا کې په رومال وېبپاڼه کې هم خپاره شوي وو،هلته پرې دوو ګلونو يارانو(ښاغلي بختيار ځدران او ګلالي جلال امر خېل)د نظر لورېينې کړې وې،د وېبپاڼو ژر ليدو ته د نه لاسرسي له لاسه زه هم په دې بل چا خبر کړم،بس همدې ناخبرۍ ته په پام سره مې ښه وګڼله چې پخپل بلاک کې يې هم خپاره کړم خو اندېښمن يم چې هسې نه خداى مه کړه رومال په لاس ملګرى(د رومال وېبپاڼې چلوونکى)ځدران صيب رانه پرې خپه نه شي ځکه له دې لاندې ها،بله ليکنه هم له روماله را اخېستل شوې غوندې ده،نو توکل په خداى زه يې خپروم او فکر کوم چې ځدران صيپ به ځکه نه خپه کېږي چې يو خو ملګرى مې دى او بله دا چې هغه له خپلې پاڼې ډېرو پټونکو ته د خپګان څه نه دي ويلي او ما خو ترې داسې دوستانه غوندې بښنه هم غوښتې!

   د ځدران صيب لورېينه

په ټوله مینه : درغاندصیب دا ښکلي بیتونه مې چې ولوستل رښتیاهم چې شاعر یو خیالي معماردی . حمید ماشوخیل تر اسمانونوزینې ایږدي . که څه هم په ظاهره علو ورته ویلی شو خو که دشعراعجازاو تقدس ته ګورو اودرحمان باب د درویشانودردیف شعر ولولو نوهمدا خبره رښتیا کوي دروېشان کله کله تر عرش پورې په یوه قدم رسي، او دابرخه دکلاسیکوشاعرانو په شاعرۍ کې ډېره ده ،چې اهل علم ورته تصوف وایي . د رغاندصاحب لومړی بیت چې په دویم بیت کې یې دخپل لومړي بیت نفي کړي اوماته همدا دشاعر کمال او هنر ښکاري چې کله ماشوم ،کله ځوان، کله ناصح، کله ماتونکی، کله جوړونکی اوکله په یوه کچکول کې ټول سمندر بندکړي : رعاندصاحب وایي :

راکړئ که دې نــــــه دى خــــــــــدايه رنګ د ګلابــــــــونو

ژوندون خو راپه برخـــــــــه کړه،ترڅنــــــــګ د ګلابونو

زمـونږ ترمنځ خپګان خداى شته چې بالکل ناروادى

جــــــــــــــانانه وايه شـــوى کله جنـــــــــــــــګ د ګلابونو؟

په دویم بیت کې بیا ورته ځان ګلاب ښکاري وایي اوځان دجانان سیال ګڼي»»» راځئ دشاعر دزړه خبره کوو ((درنګ )) کلمه شاعر دښکلا په مانا کارولي خپله خکساري په ډېره هنري ډول رابرسیره کوي وایي چې که څه هم دجانان غوندې ښکلا دې خالقه نه ده راکړي خو دا مدعا او هیله لرم چې دژوند ملګری خوښکلی راپه برخه کړې مګر په شفاهي اداب کې چې اکثره یې مېرمنو ویلي یوه ټپه ده : سړی په رنګ نه سړی کیږي »» سړی هغه دی چې یې خوی دې سړي وینه : البته دا به دمرمینو د ذوف انځورګري کوي په هرحال په دویم بیت کې بیا رښتیا هم چې له دریو ورځو زیات مروریدل داسلامي عقیدې له رویه ناروا دي خو په ضمن کې یې ډېرښه اوهم معقول دلیل وړاندې کړئ ګلابونه چې کله هوا خوځوي دیوبل نه ډېرې خوږې مچکې اخلي ځکه چې دیوبل سیال وي او خپله شاعرهم دخپل لومړي بیت په خلاف جانان اوځان سیال ګڼي چې ډېر ښکلی مفهوم ترې اخیستی شواود رومان شهکاربیت یې ګڼلی شو»»» په دریم بیت کې بیاشاعردهیوادلویې غمیزې ته په اشارې وایي :

شبنم دې پر دې ښـــــار د نه ورښت احتجـــــــــاج وکړي 

 د دې ښـــــــــــار پاچــــــــــا وواژه،ملنـــــــګ د ګلابـــونو

 په دې بیت کې ډېرستر درد موجود دی ځکه چې شاعر دداسې ډېرو پیښوشاهد دی چې په زرګونو بې ګناه انسان دخپلو وروڼوله لاسه دجاهلت اوناپوهۍ په اور کې وسول ځکه خو په داسې کړوله رب نه درحمت دبندیدواوداسې ظالمانو دنیست اونابودۍ ارزوکوي فکرکوم چې دزرګونوافغانانودزړه اوآز رغاندصیب په دې شعر کې اوچت کړئ دی رغاندصیب رب دې راته ژوندی لره په مینه : ورور دې ((ب/ځ ))

                         د امرخېل صيب لورېينه

              

زمـونږ ترمنځ خپګان خداى شته چې بالکل ناروادى جــــــــــــــانانه وايه شـــوى کله جنـــــــــــــــګ د ګلابونو؟ salam peera !! sta me hamda adaa khwakha da che lag leke kho deeer kha ye leke yara da gulabono tar manz kala kala jang kege yane kala na kala pa yawa mayan da dwa nafaro haseno jang raze kho taa che chaa ta baet lekalay day no khoday de warsara jang ma rawala dwarra gulabona aosay allah de staso umar da gul na krre mayna jalal