درنو لوستوالو!د کاروان صيب دا پېژندنه او د يو شمېر نورو پياوړو شخصيتونو په اړه ليکنې چې په ژړاکې به يې لولئ،دا په پوره ډول نه زمااو نه هم د نورو ګڼل کېداى شي،په دې ماناچې ماپه ننګرهار کليد راډيو کې خپلې ادبي خپرونې رڼې چينې ته د انټرنېټ له بېلا،بېلو پښتو وېبپاڼو معلومات اخېستي،همدا شان ځاني يادښتونه مې ورسره مله کړي او دا ليکنې او پېژندنې ترې جوړې شوي.

زه خواشينى يم چې هغه سرچينې اوس يوه،په يوه رايادې نه دي خو دا ويلاى شم چې د پښتو پوهنغونډ(وېکپېډيا)له معلوماتو په دې ليکنو کې ډېره ګټه اخېستل شوې،د دې ليکنو له خپراوي يوازينۍ موخه دا لرم چې د اړتياپرمهال درانه ادبوال ترې ګټه واخلي،يانې دا ليکنې د خپلو شخصي ليکنو په توګه نه خپروم.

درنښت

ارشادرغاند

www.baheer.com

کاروان صيب خپلې يوې نمانغونډې ته شعروايي،نبي صلاحي يې څنګ ته ناست دى.

پير محمد کاروان د نور محمد زوی او د خوست ولايت د تڼيو د ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي سر ته رسولي. د ښوونځي د درسونو تر څنګ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي.

د سعدي ګلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی چې څه ناڅه يې د نوموړي د شاعرۍ مينه په هماغه ماشومتوب کې پياوړې کړې.

کاروان صيب وايي چې د پښتو د فولکلور او په تېره له افسانو سره يې ډيره مينه درلوده. د ښاپيريانو او نورو مينانو ډيرې کيسې يې يادې وې او خپلو ماشومانو همځولو ته به يې هر وخت کولې. پښتو لنډۍ او د پښتو داستانونو او نکلونو منظومې نارې يې زښتې زياتې خوښيدې. ډيرې يې آن په وړکتوب کې په ياد وې. دوولس کلن ديارلس کلن به ؤ چې څه ناڅه منظومې جملې ېې جوړولی شوې. دا منظومې جملې به يې په ولسي فورم او يا د لنډيو په شکل جوړولې. د ماشومتوب د وخت د يوه شعر د سر کړۍ ېې ور په ياد ده چې هغه يې خپل لومړنی شعر بولي. هغه کړۍ داده:

زمادسوي زړګي واوره يوه خبره-خولګۍ دې سپينه مرغلره

د ښاغلي کاروان خپله خبره ده چې ماشومتوب کې يې له يوه ملاڅخه د دري ژبي شاعر سعدي کتابونه لوستل او همدې کتابونو يې شاعرۍ سره مينه او لېوالتياډېره کړه.

کاروان پخپل کلي کې تر لومړنيو زده کړو وروسته خوست ښارته لاړ،په ميخانيکي لېسه کې يې تردولسم ټولګي زده کړې وکړې.

له لېسې ترفراغت وروسته کاروان صيب د کندهار په نساجي فابريکه کې دنده واخېسته،دا نو د داودخان د واکمنۍ کلونه ول،د څه وخت په تېريدو پر جمهوري نظام کودتاوشوه،کاروان هم د حالاتو ګډوډۍ له دندې زړه تورى کړ،خپل کلي ته لاړ،اوښ يې واخېست،له غره يې په مزدورۍ لرګي راکېوستل او ورسره خواکې يې خپله فطري شاعري هم ورسره پالله،داچې غره کې و او خوارۍ،مزدورۍ يې پرغاړه وې او د هېواد حالاتو يې دردونه لاپسې زيات کړي وو نو داټول به يې پخپله شاعرۍ کې نغاړل،هغه مهال که څه هم کاروان صيب ادبي ناستو،ولاړو او مطالعې ته هومره لاسرسى نه درلود خو له طبيعي پلوه يې د شاعرۍ ښه چاپېريال درلود.

چېنار،نښتر،اوښ،ګودر او نور کليوال شاعرانه څېزونه يې د شاعرۍ مهم ټکي او سمبولونه ګرځېدلي ول.

  پر هېواد د هغه مهالي ناورين انځورونه يې په ساده کليوالي خو تخيلي الفاظو کې شاعري هماغه مهال د بري پرلور چټک ګامونه اخېستل،خو دې وخت کې حالاتو ورسره يوه بله ناځواني هم وکړه،د خوست له غرونو او نښترونو لېرې د ايران مزدورۍ او مساپرۍ يې ورپه نصيب کړې،خو پيرمحمد لکه تخلص چې يې کاروان دى خپل ارمان ته د رسېدو کاروان په نېمه پرې نه ښود،ايران کې د مزدورۍ نېمايي ګټه يې د مطالعې د کتابونو اخېستو ته ځانګړې کړې،د شپې که به څومره د ورځې د مزدورۍ ستړياورسره وه خو بيابه يې هم پرايرانۍ ژبې ژباړل شوي نړيوال اثارلوستل،د کاروان په ويناهمدا يې د ژوند د ادبي زده کړو مهم کلونه ول،په دې کلونو کې يې خوراګڼ کتابونه ولوستل،څه موده وروسته يې د ايران کډوالي پرېښوه او د اوسني خيبرپښتونخوا پېښور ته ترې راغى،دلته يې خپلو هم شانو کډوالو شوو افغان ليکوالو او شاعرانو سره ناسته ولاړه پيل شوه،په وفاورځپاڼه کې يې دنده واخېسته او د لږ وخت په تېريدو له افغانستانه د بهرو پښتنو شاعرانو د يوه ترټولو سرلاري نوم وګاټه،په پېښور کې د مېشتوالي پرمهال ښاغلي کاروان د استاد محمد صديق پسرلي په مشرۍ او د استاد محمد آصف صميم،نورالحبيب نثار،بازمحمد عابد،مصطفى سالک،شاه سعود او يو شمېر نورو ليکوالو په ملتيا د افغان ادبي بهير په نامه يو تر اوسه ژوندى پاتې  ادبي بهير رامنځته کړ چې دې بهير بيا د يوه ادبي پوهنتون نوم وګاټه .

کاروان صيب په   پېښور کې خپله  لومړۍ شعري ټولګه(له ماښامه ترماښامه) هم خپره کړه چې پر هېواد روان ناورين يې په مناسبه شاعرانه ژبه پکې بيان کړى و او همدا لامل به و چې دا ټولګه د ګڼو شعر لوستونکو له خوراهرکلي سره مخ شوه.

ښاغلي کاروان تر دې ټولګې وروسته د چينارخبرې کوي په نامه خپله دويمه شعري ټولګه هم خپره کړه چې تر لومړۍ ټولګې تر خوراډېر هرکلي سره مخ شوه.

چينارخبرې کوي د ډېرو  په اند په پښتو شعري بهير کې يو انقلاب راوست او پر هغو خلکو يې هم کاروان منلى او ښاغلى کړ چې پخوابه يې د ده شعر سره ډېره مينه نه وه.

تر دې شعري ټولګې وروسته کاروان صيب خپله درېيمه شعري ټولګه(له ماښامه ترماښامه)هم خپره کړه.

کاروان چې د اوسني پښتو شعر له سرلارو پنځوونکو ګڼل شوى،په يوه مهال پر ازاد او قافيه وال شعر برلاسى دى.

پر شاعرۍ سربېره ښاغلي کاروان د لنډو کيسو دوه ټولګې هم خپرې کړې ،دا پياوړى خلاق شاعر له څوکلونو راهيسې په بي بي سي راډيو کې د ډارمه ليکوال په توګه دنده کوي،ورسره وخت،ناوخت شعرهم ليکي خو د ځينو ادبي کره کتونکو په اند هغومره قانع کوونکي نه دي چې د کاروان غوندې شاعر څخه يې تمه کېږي.

کاروان صيب پردې سربېره چې يو پياوړى او ډېرمينه والى شاعردى،ورته د نېږدې خلکو په ويناد هنر هومره يې د لوړ شخصيت څښتن هم دى اوکميني،خاکساري او مينه ناکه راشه،درشه يې د ډېرو خلکو خوښيږي.

د کاروان صيب په اړه اوسنيو ډېرو پياوړو ليکوالو ليکنې،کره کتنې او تبصرې کړي چې په ټوليز ډول د دغه ستر شاعر هنر او پنځونو ته د خورا ډېر درنښت بېلګې ګڼل کېداى شي،د ښاغلي کاروان په اړه د ويلو ډېر نور څه هم لرو خو د وخت د کمښت له امله  به يې راتلونکي ته پرېږدو!

دى دې ژوندى او هنر يې همداسې هنرمن اوسه!

دا هم د کاروان صيب د جانانه شاعرۍ يوه ښکلې بېلګه:

پير محمد كاروان : ربابي ملنګه راشه 

تبرزين په اوږه کيږده

او يو پړک له لمره راوړه

بې پېلوځو ته د ستورو

د سپوږمۍ خبره راوړه

له ترخو مو زړونه ډک دي

بس خوږه سندره راوړه

تری تم يې را پيدا شه

ربابي ملنګه راشه

د غم تورې تورې لړې

راخورې څپې څپې دي

سېلۍ ګرځي په غبار کې

د غاټول پټې تپې دي

سپينې ورځې رانه ورکې

رانه تاوې تورې شپې دي

هله پړک وکړه رڼا شه

ربابي ملنګه راشه

سرې په وينو جنازې مو

په بروځو وې تړلې

د څېړۍ کټ کې مو يوړې

د نښتر څانګو وهلې

مودې کيږي چې نغمې مو

وې کږلې او کږلې

د نغمو مسته دنيا شه

ربابي ملنګه راشه

بيا د مستو سرودونو

د غزل کتاب درواخله

دا غوټۍ د زړونو وا کړه

دا ګلاب ګلاب درواخله

منکرانو ته ټک ورکړه

چندڼي رباب درواخله

د سندرو اژدها شه

ربابي ملنګه راشه

جينکيو مو منلی

درته نذر د لونګو

دا ګېډۍ زلفې يې ګوره

لکه تور لوګی دبنګو

پاچهۍ دې صدقه شي

ستا له سرو سترګو ملنګو

په اتڼ او په ګډا شه

ربابي ملنګه راشه

 

ډېر بدرنګ وختونه ګرځي

نه چې مونږ درنه بدرنګ کړي

خپل رنګونه رانه اخلي

په پردي رنګ به مو رنګ کړي

غلچکي دي رانه پټ به

د ليلا د بنګړو شرنګ کړي

د غرور ډکه ښکلا کړه

ربابي ملنګه راوړه

وچکالي د نغموغله

باراني ترنم راوړه

د رحمت ساقي درجار شم

ډکه لپه له خم راوړه

راته شونډو کې موسکی شه

په لېمو تبسم راوړه

کټ کټ شين شه په خندا شه

ربابي ملنګه راشه

پولادي موږکان ګرځي

ځځيرلې يې چمبې دي

وژل شوی دډول ږغ دی

دشپنو شپېلۍ کڼې دي

روغ مو زړونه پاتې نه دي

ماتې ګوډې سريندې دي

ددې ټولو مسيحا شه

ربابي ملنګه راشه

رام دنګو دنګو غرونو

دا مغرور مغرور ديوان کړه

د نغمو د ښاپېريو

يو کاروان پکې روان کړه

څڼې څنډ وهه يا هو کړه

په مستۍ څيري ګرېوان کړه

ته مو يار ته مو اشنا شه

ربابي ملنګه راشه  

2001-1-16- پېښور   كاروان