پرخوځون زماخبرې که په غوښتې ياشعوري توګه نه وي،نو په ناغوښتې او ناشعوري توګه خامخا به  له خپلمنځيو ډېرو نېږدې اړيکو اغېزمنې وې،خوبياهم توکل پرڅښتن(ج)!

فريدون چې پخوانى حرکت تخلص يې استاد صميم  خوځون کړى،د دې کتاب ليکنې يې د ځينو ملګرو په ډاډ رېښتينې کيسې بللي چې زماپه ګومان دا نومونه  به د دې ليکنو جولې سره هومره سمون ونه خوري.

له ګوتنيونو موخه دانه ده چې ګوندې کيسې نارېښتيني دي،دا خبره په دې کوم چې داليکنې تر کيسو ډېر ژونالېستيکو راپورونو ته پاتې کېږي ځکه د کيسو د ځانګړنو په توګه ښودل شوې ژبه،تلوسه،اوج،پاى او نور پکې دومره نه ښکاري.

خوځون چې دا ليکنې يې د کليد اونيزې د ژوند کيسې برخې ته کړي ،ښايي د ادارې دريځ او پالېسۍ به يې د ليکنو د څرنګوالي په اړه يې همدغسې وه  خو  کتابي چاپ کې يې بايد د دغو ليکنو بڼې اوياهم نامه کې څه بدلون راغلى واى. 

د خوځون دا ليکنې له منځپانګيزه پلوه په دې زماخوښې شوې چې يوازې پر وير،درد او بدبختيو بسنه نه کوي،دايادوي او ترې د خلاصون لارې په توګه د هغو رېښتينو لوبغاړو خبرې وړاندې کوي چې په ډېرې ګرانې خو مبارزې سره له نهيلي او وروسته پاتې والي راوتي او پخپله دې اتل نه نمانځونکې ټولنه کې لږ،ترلږه د نامې هومره اتلولۍ او وياړونه يې خپل کړي.

(د ژوند کيسه)ټولګه تر څو دوديزو يادښتونو وروسته پخپلو لومړيو مخونو کې  پربايسکل چلونکي اتل ډاکټرنادرشاه ننګرهاري همداسې يوه ژوناليستيکه ليکنه لري،په دې ليکنه کې په نشتو اسانتياوو يې د تش په نامه او څو هېواديزو  ملګرو ملتونوټولنې  پلازمېنې ته د افغان سوله خوښۍ پيغام رسوي.

دا ليکنه که له يوې غاړې سولې او انسانولۍ ته د نننيو په نامه ترهګرو افغانانو د ژمنتياخبره تازه کوي،له دې حقيقته هم پرده جيګوي چې د نن زمانې د فرعون کاله ته په بايسکل د ورغلي يوه افغان قاصداو د کشري زوى ورتګ او سولې ته د مرستې  ژمنه يې هم په ډبرينو زړونو کې د دوى د وژنې او ځورونې احساس تر نننه چې څو کاله پرې اوړي،نه دى کمزورى کړى.

 (د ژوند کيسه)نورې داسې ليکنې هم لري چې هرې يوې يې تر يوې کچې زموږ ټولنه او د هغې دردونکى کيسې راسپړلي.

 دا ليکنې سره له دې چې ماته فيچر ډوله ژونالېستيک راپورونه ښکاري،ځاى،ځاى کيسه ييزه ژبه هم لري،البته فيچر راپورونه ډېرکله همداسې د راښکونکې،روانې او ټولپوهيدونکې ژبې لرونکي وي.

 دغه راز د دې ليکنو لوبغاړو ته په ځينو برخو کې د هغوى د ويناخلافې مکالمې ورکړل شوي او همدا شان ځينې الفاظ تر اړتيا ډېر په لنډ واټن کارول شوي چې تريوې کچې يې ښايي د ليکنو ژبه زيانمنه کړې وي.

 د خوځون دا ليکنې که څه نېمګړتياوې لري،داسې نه شي ګڼل کېداى چې دى دې د همدې کچې ليکوال او قلموال واوسي،زه يې پخپل ذوق د ډېرو پخوا ليکلو لنډو کيسو له امله وايم چې په کليد په بېړه چاپيدونکي اونيزه کې ياد وخت تنګسه،ياپه همدې ډول د دې ليکنو لپاره د دغې ادارې پالېسيو به داسې ليکلو ته  اړ کړى وي.

دا خبره په دې نه کوم چې د خوځون دا ليکنيزه ټولګه به خداى مه کړه نېمګړې او د نه لوستو وي،زه يې د ده د لومړني چاپي اثر په توګه اوس هم د ده يو برى او پرمختګ بولم او باوري يم چې تر دې وروسته خپريدونکي اثار به يې که د ده پوره انرژي پرې وکارول شي،د لا نمانځنې او ستاينې وړوګرځي.